'داعش کونړ کې ماین پاکان تښتولي'

. د انځور حقوق Reuters
Image caption داعش ډله په ورڅېرمه ننګرهار ولایت کې هم فعالیت لري.

د افغانستان په ختيځ ولايت کونړ کې د "اسلامي دولت" داعش نومې ډلې وسله والو چارشنبې په ورځ د ماين پاکۍ يوې ادارې ۱۲ کارکوونکي تښتولي دي.

د کونړ د والي وياند غني مصمم بي بي سي ته وويل، د "اِريا" په نوم د ماين پاکۍ دا ۱۲ ماين پاکان د پيچ درې ولسوالۍ غونډې سر سيمې کې نن سهار د "اسلامي دولت" نومي ډلې داعش له لوري تښتول شوي دي.

د ښاغلي مصمم په وينا، پېښه داسې ځای کې شوې چې هلته حکومتي ولکه په سيمه نه شته:

"په دې لرې ناامنه سیمه کې چې مخابراتي شبکې هم سم کار په کې نه کوي.‌ لومړني معلومات ښيي چې دغه ماین پاکان د داعش وسله والو له خوا تښتول شوي او اوس سیمه کې د قومي مشرانو له خوا د دوی د خوشي کېدو هڅې هم روانې دي."

تر دې دمه د "اسلامي دولت" نومي ډلې داعش د دې تښتول شويو ماين پاکانو په اړه لا رسنيو ته څه نه دي ويلي، خو په کونړ کې د وسله والو طالبانو سربېره په دې وروستيو کې د داعش وسله والو فعالیتونه ډېر راپور کېږي.

د روان کال جنورۍ لومړیو کې هم کونړ ولایت کې، د "اسلامي دولت" (داعش) نومې ډلې اورپکو پر امنیتي پوستو بریدونه کړي وو، چې لږترلږه درې پولیس او ۱۵ داعش اورپکي پکې وژل شوي وو.

داعش ډله په ورڅېرمه ننګرهار ولایت کې هم فعالیت لري.

د داعش لوی مرکز ویجاړول

څو ورځې وړاندې، ‌په افغانستان کې مېشتو بهرنيو ځواکونو اعلان وکړ چې له افغان ځواکونو سره په ګډو عملیاتو کې یې د ننګرهار هسکې مېنې په ګورګورۍ سيمه کې د داعش وسله والو یو مرکز ویجاړ کړی دی.

افغانستان کې د ناټو پرېکنده ماموريت د ځانګړو عملیاتو مشر، ډګروال جوشوا تيل نن په دې ولسوالۍ کې د خبرو پر مهال وويل، په دې دوې میاشتنیو هوايي او ځمکنیو عملیاتو کې د داعش لږترلږه ۱۶۰ وسله وال وژل شوي دي.

اچین ولسوالۍ هغه سیمه ګڼل کېږي، چې د داعش وسله والې ډلې لوی مرکزونه پکې دي، خو هلته یو کال وړاندې د دوی په پټنځايونو د 'بمونو مور ' له کارولو وروسته په تېرو څو میاشتو کې د دې ډلې وسله وال د پچيراګام تورې بوړې سیمې ته تللي، چې د ځايي چارواکو په وينا داعش غواړي خپل دايمي مرکز يې کړي.

Image caption افغان چارواکي وایي تر دوه ورځني ځنډ وروسته پاکستان پر کونر توغندیز بریدونه بیا پيل کړي.

دې ډلې په خپل وروستي بريد کې په جلال اباد کې سيکان او هندوان په نښه کړل چې په هغه برید کې یې ۱۹ تنه ووژل او همدومره نور يې ژوبل کړل.

که څه هم افغان او بهرنيو ځواکونو۲۰۱۷ کال د داعش د پرځېدو کال اعلان کړی و، خو د ۲۰۱۸ کال د څو مياشتو په تېرېدو سره دوی ومنله چې لا هم داعش په افغانستان کې ځای ځای مقاومت کوي او د جګړو ليکو ته يې بهرني جنګيالي ور روان دي.

ورته مطالب