"طالبانو ښارونو کې د ځانمرگي بريد نه کولو اعلان کړى"

د انځور حقوق EPA
Image caption دا بدلون د افغان حکومت او طالبانو له اوربند وروسته رامنځته شوى

نيويارک ټايمز "طالب مشرانو په وگړمېشتو سيمو کې د بمي بريد نه کولو اعلان کړى" تر سرليک لاندې مطلب خپور کړى.

ورځپاڼه وايي افغان چارواکو او طالبانو دواړو د دې پخلى کړى چې طالب وسلوال اوس پر افغان ملکي وگړو له بريدونو ډه ډه کوي، چې دا په تېرو کلونو کې لومړى ځل دى.

د ورځپاڼې په وينا دغه تکتيکي بدلون د جون پر اوولسمې د افغان حکومت او طالبانو له اوربند وروسته رامنځته شوى.

ورځپاڼې د طالبانو د وياند ذبيح الله مجاهد په وينا چې وايي پر ټيليفون يې نيويارک ټايمز سره خبرې کړي ليکلي، طالب وسلوالو ته حکم شوى په ښارونو کې ځانمرگي بريدونه چې کېداى شي ملکي وگړو ته مرگژوبله واړوي ودروي.

نوموړي همداراز ورځپاڼې ته ويلي چې د اوربند له ورځو راهيسې يې کابل کې ځانمرگي بريدونه نه دي کړي. هغه دا هم زياته کړې چې مشرانو يې ورته په ښارونو کې ځانمرگو بريدونو سره د احتياط لارښوونه کړې او دوى يې هم حکم مني.

ذبيح الله مجاهد وايي دوى له ځانمرگو بريدونو نه دي لاس پر سر شوي، بلکې له ښارونو د باندې يې د موخو نښه کولو لپاره کاروي.

"اسلام؛ که طالبان یې د جنګ حکومت یې د سولې لپاره کارولی شي"

'طالبان د اوربند غځولو نیت نه لري'

پاچا سلمان: هڅه کوو د افغانانو ترمنځ 'وېش له منځه یوسو'

ورځپاڼې د افغان حکومت د وياند شاه حسين مرتضوي غبرگون هم اخيستى چې وايي دوى د طالبانو په تکتيک کې د دغه بدلون شاهد دي او په ښارونو کې اوس ځانمرگي بريدونه کم شوي دي. خو نوموړى وايي دا د ځانمرگو بريدونو پاى نه دى.

ورځپاڼه وايي پر ځانمرگو بريدونو د طالبانو بنديز پر داعش ډلې کوم اغېز نه دى کړى او د طالبانو او افغان حکومت ترمنځ اوربند راهيسې يې گڼ ځانمرگي بريدونه کړي دي چې ان په خپله طالبان يې هم قرباني شوي.

په داسې حال کې چې د سولې د بهير پيلولو لپاره سختې هلې ځلې روانې دي ډېرى د طالبانو په تکتيک کې رامنځته شوي دغه بدلون ته د يوې هيله بښونکې نښې په سترگه گوري.

عرب نيوز:

عرب نيوز ورځپاڼه کې د افغان سولې په تړاو خپره شوې شننه وايي، د دې مهال را رسېدلى چې اوس طالبان سوچ وکړي څه د افغانستان په گټه دي. دا مطلب وتلې سعودۍ ليکوالې مها عقيل ليکلى او وايي د مکې مکرمې ناستې يا غونډې ته به په بېلابېلو دلايلو افغان تاريخ کې د بدلون د يوۀ ټکي په سترگه کتل کېږي.

د انځور حقوق OIC
Image caption د اسلامي همکاریو کانفرنس افغان جګړه فتنه وبلله.

مطلب وايي دا غونډه ځکه ارزښتمنه ده چې په سپېڅلي ښار مکه کې جوړه شوې وه د اسلامي نړۍ له لر او بره ورغلي نوموتي اسلامي عالمان ټول په يوه خوله و او بل سعودي عربستان د غونډې د اعلاميې چې افغانستان کې يې جگړه د اسلامي اصولو خلاف بللې ملاتړ کوي.

ليکواله زياتوي د خلکو په تنوير او پوهاوي کې د ديني عالمانو رول له پامه نشي غورځول کېداى، طالبان بايد د عالمانو غږ له پامه و نه غورځوي، د ملي پخلاينې لپاره د هغوى غوښتنې ته درناوى وکړي او په دې پوه شي چې د افغانستان د ستونزې حل د سوله ييزو خبرو له لارې شونى دى.

ليکواله وايي که طالبان ان له امريکايانو سره مخامخې خبرې هم وکړي چې ورباندې ډېر ټينگار کوي، خو بيا هم بالاخره اړ به وي چې له افغان حکومت سره خبرو ته کينې او دوى بايد په دې پوه شي.

مطلب وايي له امريکايانو سره خبرو اترو او له افغانستانه د امريکايي ځواکونو د وتنې هوکړې رسېدو لپاره اړتيا ده چې طالبان لومړى جگړه ودروي.

دې نيوز انټرنېشنل

د انځور حقوق Getty Images
Image caption تېر کال سعودي په یوه کمساري ګام کې د یولړ اصلاحاتو پرمهال ښځو ته د موټر چلولو د اجازې ورکولو ژمنه کړې وه.

د سعودي ښوونځیو کې د موټر چلولو نوی مضمون

پاکستانۍ د نيوز ورځپاڼې ليکلي چې سعودي کې د ښځو پر گاډي چلولو له بنديز لېرې کېدو وروسته د پيلوټۍ يوې اکاډمي هم د ښځو ته خپلې دروازې پرانيستې.

د اکسفورد هوايي چلند اکاډمۍ په نامه دغه ښوونيز مرکز د سعودي په دمام ښار کې دى او تر اوسه سلگونو ښځو د پيلوټۍ د زدکړې لپاره غوښتنليکونه ورکړي دي.

دا هم لوستلی شئ:

طالبان به درې میاشتې اوربند وکړي؟

ولسمشر غني: که طالبان وغواړي، اوربند یو کال هم غځولی شو

ورته مطالب