"افغانستان کې ښوونځيو ته ګواښونه په ډېرېدو دي"

.
Image caption د تېرې جون په پنځمه په دې ولايت کې داعش وسله والو د ښوونځيو د نښه کېدو ګواښ وکړ

په افغانستان کې ورځ تر بلې د ښوونځيو سوځېدو پېښې او پر وړاندې يې امنيتي ګواښونه ډېرېږي. په وروستۍ پېښه کې تېره شپه د جولای ۱۸مه، نامالومه وسله والو د ننګرهار په خوږياڼو ولسوالۍ کې د نجونو او هلکانو ګډې لېسې ته اور اچولی چې پکې د ښوونځي خېمې او اداري خونه سوځېدلې ده.

دا د يادې سيمې تر ټولو لوی ښوونځی دی، چې له درېوو زرو ډېرو زده کوونکي په کې په زده کړو بوخت دي.

که څه هم د ننګرهار د پوهنې چارواکي وايي، د اور د غځېدو مخه يې نيولې او ښوونځی نن د زده کوونکو پرمخ پرانستی و، خو د يادې سيمې يو قومي مشر شاپور بي بي سي ته وويل، نن ياد ښوونځي ته زده کوونکي نه و ورغلي.

"دا ښوونځی لږ پخې خونې لري، نورې یې خيمې دي. پنځلس خېمې او يوه اداري خونه سوځيدلې دي. نن زده کوونکي ښوونځي ته نه وو تللي، څنګه لاړ شي؟ نن پوليس ورغلي او پوښتنې ګروېږنې کېدي."

* یونیسف: د افغانستان نیمايي ماشومان ښوونځي ته نه ځي

* د داعش له خبرداري وروسته په ننګرهار کې لسګونه ښوونځي تړل شوي

* ښوونځي د رای ورکولو نوملیکنې ته مناسب دي؟

د تېرې جون په پنځمه په دې ولايت کې داعش وسله والو د ښوونځيو د نښه کېدو ګواښ وکړ او په لومړي ځل د ننګرهار ۸۰ ښوونځي د يوې ورځې په مخه له همدې امله رخصت شول.

داعش وسله والو ويلي وو ښوونځي ځکه نښه کوي چې د دوی په نفوذي سيمو کې افغان او بهرنيو ځواکونو ماشومان او ښځې په بمبار کې وژلي دي.

په تېرو درېوو مياشتو کې د دې ولايت په مومندره، بټي کوټ، چپرهار او خوږياڼو کې دا اوم ښوونځی دی چې سوځول کېږي.

Image caption وروستيو میاشتو کې د افغانستان په ځېنو سيمو کې ښوونځيو ته ګواښونه مخ په ډېرېدو دي.

په دې ولايت کې د ښوونيز بهير پر وړاندې وروستۍ پېښه يې د روانې مياشتې په لومړۍ نېټه د ننګرهار د خوږياڼو د ملکيار هوتک لېسې د درېوو ملازمانو د سرونو پرې کول وو، چې حکومتي چارواکو د اسلامي دولت نومي ډلې داعش کار وګاڼه.

د ننګرهار د پوهنې ادارې مشر حسيب شينواري وايي، د ښوونځيو ساتلو په موخه يې له ځايي قومي مخورو سره ناستې کړي، څو د شته ګواښونو کچه راکمه کړي:

"د ښوونځيو سوځېدو پېښې او ګواښونه په ننګرهار کې ډېر شوي، اندېښمن يو. خو ښه حل لار يې دا ده چې خلک خپله ښوونځي وساتي. موږ قومي مشرانو سره ليدلي او هيله من يو يوې پايلې ته ورسېږو."

وروستيو میاشتو کې د افغانستان په ځېنو سيمو کې ښوونځيو ته ګواښونه مخ په ډېرېدو دي.

پلازمېنې کابل سويل ته د نږدې ولايت لوګر پر محمداغې ولسوالۍ سربېره د دې ولايت په مرکز پل علم کې هم تېره اونۍ دوه ښوونځيو ته يو پربل پسې اور واچول شو.

د افغانستان د پوهنې وزارت وايي، وروستۍ مياشتې يې د پوهنې بهير پر وړاندې امنيتي ګواښونو ډېرېدو دوی هم اندېښمن کړي.

دا وزارت د حکومت له مخالفو ډلو غواړي څو ښوونځي د فشار وسيلې په توګه و نه کاروي.

د پوهنې وزارت د نشراتو مشر کبیر حقمل:

"څنګه چې حکومت له ښوونځيو سياسي او پوځي ګټه نه اخلي، له وسله والو مخالفانو مو هم همدا غوښتنه ده، ځکه دې کې د ولس خېر دی."

Image caption 'تر زرو ډېر ښوونځي د هېواد په بېلابېلو سيمو کې د ناامنيو له امله تړلي پاتي دي'

حکومتي چارواکو د لمريز کال په سر کې وويل تر زرو ډېر ښوونځي يې د هېواد په بېلابېلو سيمو کې د ناامنيو له امله تړلي پاتي دي.

که څه هم د دې ښوونځيو د پرانېستل کېدو ژمنې وشوې، خو د افغانستان په بېلا بېلو سيمو کې د ښوونځيو سوځېدو او ورته د پېښو امنيتي ګواښونو ته په کتو ښکاري چې د تړلو ښوونځيو شمېر ډېر شوی.

تېره مېاشت د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ ادارې (یونسیف) وويل، د افغانستان نیمایي ماشومان ښوونځیو ته د ارامۍ د نشتوالي له امله نه ځي، چې دوی يې شمېر ۳،۷ مېليونه ياد کړی و.

ورته مطالب