''کندوز کې د ښځو ماشومانو په ګډون ملکي کسان وژل شوي''

ځايي چارواکو منلي چې د کندوز په چاردرې ولسوالۍ کې د دوو کورنیو ۱۴ غړي په یوه چاودنه کې وژل شوي دي. په سیمه کې له پرونه راهیسې د طالبانو پر خلاف عملیات روان وو.
د کندوز والي ویاند نعمت الله تیموري ددې پېښې په اړه بي بي سي ته وویل:
''نن شاوخوا لس نیمې بجې د یوه انفجار له امله د دوو کورنیو نژدې ۱۴ غړي چې ماشومان، ښځې او مشران په کې شامل دي، شهیدان شوي دي او یو تن ټپي دی. د برید څرنګوالی تر اوسه مشخص نه دی، ولې په سیمه کې عملیات وو، کره معلومات نه شته، چې دغه برید څنګه او د چا له لوري شوی دی. ''
له دې مخکې وسله والو طالبانو ویلي و چې پر دغه سیمه هوایي ګوزار شوی چې د دوی په خبره په کې د ښځو او کوچنیانو په ګډون ۲۸ تنه پکې وژل شوي دي.
بل لور ته د کندوز د ولایتي شورا یوه غړي امرالدین ولي چې د سیمې اوسېدونکو او له والي سره یې په غونډه کې ګډون درلود، بي بي سي ته وویل ''مالومات ښيي چې په دې هوايي برید کې نړیوالو ځواکونو رول درلود. ''
د روان کال لومړیو کې افغان امنیتي ځواکونو د نړیوالو ځواکونو په همکارۍ کندوز کې د طالبانو اړوندې یوې ډلې پر راغونډېدو هوايي برید وکړ او ویې ویل چې په دې برید کې د "طالبانو اړوند ځینې مهم کسان وژل شوي او ۱۲ نور ټپیان دي."
خو له هغه وروسته ملګرو ملتونو د غوايي میاشتې پر اوولسمه وویل، د افغان پوځ په هغه برید کې چې د کندوز ارچي کې یې کړی و،۳۶ ولسي وګړي وژل شوي چې ۳۰ یې ماشومان دي او د ۵۱ ماشومانو په ګډون ۷۱ نور ټپیان شوي دي.
افغان ولسمشر محمد اشرف غني د کندوز هغه پېښه کې د ولسي وګړو د وژل کېدو په تړاو بښنه غوښتې وه.