ظریفه غفاري، د میدان ښار لپاره لومړنۍ ښځینه ښارواله

ظریفه غفاري د انځور حقوق FB/Zarifa Ghafari
Image caption اغلې غفاري د داسې یوه ولایت مرکزي ښار کې ښارواله شوه چې په څو ولسوالیو کې یې وسلوال طالبان فعال حضور لري.

افغان حکومت دوې ښځې د دایکندي او میدان وردګو ولایتونو دوو ښارونو کې د ښاروالانو په توګه وګومارلې. د افغانستان سیمه ییزو ارګانو اداره وایي، دغو ښځو په ازاده سیالۍ کې ګډون کړی او د خپلې وړتیا له مخې ټاکل شوې دي.

دا لومړی ځل دی چې د میدان ښاروالۍ څوکۍ یوې ښځې ته ورکول کېږي. افغان حکومت ویلي و، ښځو ته به د پرېکړو او سیمه ییزې حکومتولۍ برخه کې ډېره ونډه ورکوي.

د افغانستان سیمه ییزو ارګانونو اداره وایي د اساسي قانون پر بنسټ باید د ښاروالۍ څوکې لپاره ټاکنې وشي، خو د ځینو قانوني پېچلتیاوو او ستونزو له امله دغو څوکیو ته کسان د ازدو سیالیو له لاری ټاکل کېږي.

د دغې ادارې مشر متین بیګ بی بی سی ته وویل، دغه دوې ښځې په خپلو وړتیاو او د ازادې سیالۍ له لارې ټاکل شوې دي:

''درې غوره نوماندان ټاکو او له طرحو سره یې ولسمشرۍ ماڼۍ ته لېږو. له نیکه مرغه له میدان ښاره د دریو کسانو له ډلې یوه ښځه په خپلې وړتیا بریالۍ شوه او یوه بله بیا د دایکندي د نیلي ښاروالۍ لپاره چې ماسټري هم لري ټاکل شوې ده. باید ووایم چې له نارینه وو سره یی سیالي کړې او بریالۍ شوې دي. ننګونې به یې د کار پر وړاندې وي، موږ او سیمه ېیز حکومت به په ګډه د دوی ملاتړ کوو. ''

د میدان ښار نوې ښارواله ۲۶ کلنه ظریفه غفاري د ښځو د حقونو فعاله او د ځوانانو پارلمان غړې هم ده. نوموړې په هند کې د اقتصاد برخه کې د ماسټرۍ تر کچې زده کړې کړې دي.

امستردام لومړنۍ ښځينه ښارواله غوره کړه

"کلات کې ښاروالي د سیاست ښکار شوې"

"د طالبانو میراث د افغانستان ښځې د خپلو لومړنیو بشري حقونو څخه محرومې کړې دي"

اغلې غفاري د داسې یوه ولایت مرکزي ښار کې ښارواله شوه چې په څو ولسوالیو کې یې وسلوال طالبان فعال حضور لري. نوموړې د ګواښونو او ننګونو په تړاو بي بي سي سره خبرو کې وویل:

''ماته ډېر ګواښونه شوي. د طالبانو او ډېرو نورو ډلو لخوا چې هلته فعالیت ونه کړم. د شپې راته لیکونه غورځول شوي، خو زه په خپل هوډ ولاړه یم او نه په شا کېږم، کومه طرحه چې د میدان وردګو لپاره لرم هغه باید پلي کړم. ''

افغان حکومت وايي، په مرکزي او سمیه ییزې حکومتولۍ کې یې د ښځو پراخ ګډون ته لومړیتوب ورکړی، خو یو شمېر ښځې وایي، په سیمه ییزحکومتولۍ کې د دوئ ونډه کمه او تر کومې کچې چې شته هم اجرایوي صلاحیت نه لري. بل لور ته د سیمه ییزو ارګانونو ادارې مشر وایي، دوی په حکومتي ادارو کې د ښځو ګومارنې ته ژمن دي.

''د دې تر څنګ په یو شمېر لویو ولایتونو کې د مرستیالۍ دندې ایجاد شوې دي، چې ښځې هلته تعین شوې دي او په درېیو نورو ولایتونو بامیان، بدخشان او پکتیا کې به هم ژر ښځې مرستیالانې تعین شي. ''

د سیمه ییزو ارګانونو اداره وایي، ځکه د ښځو رول ته اهمیت ورکول کېږي، چې ښځې خپله وکولای شي د مشرتابه تر لاسه کولو له لارې دودیز اداري کلتور کې بدلون راولي.