پر روغتون بندیز؛ "یوې خور بازار کې" ماشوم وزېږاوه

د انځور حقوق مسعود ریښتین
Image caption زابل کې له اوربند وروسته خلکو د اوربند غځېدو لپاره مظاهرې وکړې.

په زابل کې ځايي چارواکي او د ولایتي شورا استازي وايي، وسلوالو طالبانو روغتیایي مرکزونه، د ګوزڼ ضد واکسین او د ولسي تړون پروګرام پروژې بندې کړې دي.

د دوی په خبره، طالبان په دې شرط دا بندیز لرې کول غواړي، چې په دې ولایت کي د موټرسایکلونو په کارونې بندیز لرې شي، پرضد یې عملیات ودرېږي او په روغتیایي مرکزونو او ځینو پروژو کې یې کسان وګومارل شي.

د وسلوالو طالبانو یو ویاند ذبیح الله مجاهد له بي بي سي سره خبرو کې له دې بندیزونو بې خبري وښوده.

په شاجوی کې یو قومي مشر اسماعیل زابلی وايي، د دې ولسوالۍ د روغتیایي مرکز په تړل کېدو سره پر شاه جوی سربېره د خاک افغان او ارغنداب خلک هم له روغتیايي اسانتیاوو بې برخې شوي دي.

"د شاه جوی روغتون چې د دریو ولسوالیو خاک افغان ارغنداب او شاه جوی ولسوالیو تر دریو سوو ناروغان لري له لس پنځلسو ورځو تړلی دی".

* له هلمنده تر کابله؛ ''د سولې کاروان''

* یونیسف: د افغانستان نیمايي ماشومان ښوونځي ته نه ځي

د دوی په خبره، د وسلوالو طالبانو دغه بندیز خلک له ستونزو سره مخ کړي دي.

د زابل د ولایتي شورا غړی اسد الله کاکړ وایي د پنجشنبې په ورځ په شاه جوی ولسوالۍ کې یوې مور د روغتون په ځای بازار کې ماشوم وزېږاوه.

"یوه خور پر اولاد ناروغه وه، کلینیکونه دوی بند کړي ولادت یې بازار کې وکړ".

نوموړی وايي، وسلوالو د شاه جوی تر څنګ د زابل په ټولو ولسوالیو کې د روغتیایي مرکزونو او ښوونځیو پر تړلو سربېره د ولسي تړون پر پروژو هم بندیز لګولی دی.

زابل کې د وسلوالو طالبانو دا بندیز په داسې مهال دی چې د تېر اختر له درې ورځني اوربند وروسته د شاه جوی خلکو د اوربند غځېدو په پار مظاهرې وکړې.

د انځور حقوق .
Image caption لوګر کې د وسلوالو طالبانو له وېرې ښوونځي تړل شوي دي.

د زابل مرستیال والي رحمت الله یارمل وايي، دغه ولایت کې له اوربند وروسته ولس د حکومت لور ته "مات شوی":

"همدا حالت د هېواد دوښمنانو لیدلی نه شو، ځکه یې روغتیايي کارمنانو ته اخطارونه ور کړي او ځینې سیمو کې کلینیکونه بند شوي دي".

نوموړی په طالبانو تور لګوي چې تل یې هڅه کړې ولسي خلک د وسیلې په توګه وکاروي.

زابل کې له تېر یو کال راهیسې د موټرسایکلونو په کارونې بندیز لګېدلی دی.

ښاغلی یارمل وایي د موټرسایکلونو پر ګرځېدا بندیز په زابل کې د امنیت د ټینګښت په موخه د زابلیانو په غوښتنه لګېدلی او د طالبانو په غوښتنه به یې نه لرې کوي.

د زابل د روغتیا ادارې د مالوماتو له مخې په دغه ولایت کې څه باندې ۵۰ صحي مرکزونه شته چې د طالبانو له دې پرېکړې اغېزمن شوي دي.

طالبانو له دې وړاندې هم د روزګان او کندهار په یو شمېر ولسوالیو کې روغتیايي مرکزونه تړلي وو.

ورته مطالب