دوستم نن یکشنبه له ترکیې افغانستان ته ستنېږي

. د انځور حقوق AFP

افغان دولت په رسمي توګه ومنله، د افغانستان د ولسمشر لومړی مرستیال جنرال عبدالرشيد دوستم به راتلونکې یکشنبه (چنګاښ ۳۰مه) له ترکیې نه افغانستان ته ستون شي.

د ولسمشر ویاند هارون چخانسوري کابل کې خبریالانو ته په یوه کنفرانس کې وویل، د ښاغلي دوستم اړوند قضیه لاهم نه ده حل شوې او په اړه به یې څېړنې کېږي.

ښاغلي چغانسوري وویل، ښاغلی دوستم به افغانستان ته تر ستنېدا وروسته د ولسمشر د لومړي مرستیال په توګه خپلې دندې ته دوام ورکړي.

نوموړي دا هم وویل، د ښاغلي دوستم اړوند تېرې قضیې د عدلي او قضايي ارګانونو اړوندې دي چې دغه خپلواک بنسټونه به د هېواد د قوانینو مطابق څېړنې کوي.

ویل کېږي، چې افغانستان ته د جنرال دوستم بېرته راتګ د ده او د ارګ تر منځ د یوه جوړ جاړي له مخه تر سره کېږي.

په دې لړ کې د ولسمشر محمد اشرف غني یو لوړ پوړی سلاکار فضل محمود فضلي له تېرو څو ورځو راهیسې په ترکیه کې دی او له ښاغلي دوستم سره یې هېواد ته د هغه د ستنېدو په تړاو خبرې کړې دي.

تر دې وړاندې د ولسمشر دویم مرستیال سرور دانش هم له ښاغلي دوستم سره د خبرو لپاره ترکیې ته تللی و.

د ولسمشر ویاند په شمالي ولایت فاریاب کې د جنرال دوستم د یوه نژدې قومندان نظام الدین قیصاري نيول کېدو په اړه وویل، د هغه د نیول کېدو قضیه حقوقي بڼه لري، چې د حقوقي بنسټونو له خوا به ارزول کېږي.

قیصاري لاهم بند کې دی

چخانسوري د قیصاري د خوشي کېدو د خپرو شویو ګنګوسو په اړه وویل، قیصاري لاهم بند کې دی، څېړنې ترې روانې دي او د قانون مطابق عمل تر ارزول کېدا وروسته د محکمې له خوا پرېکړه کېږي.

د ولسمشر ویاند د نامسؤولو وسله والو کسانو په اړه وویل، فراه او ارزګان کې د افغانستان د خلکو په غوښتنه نامسؤول کسان نیول شوي.

"جنرال دوستم ژر افغانستان ته ستنېږي"

د ملي نجات ټلواله: جنرال دوستم بېرته افغانستان ته راولو

د جنرال دوستم یوه جګپوړي قومندان سره حساب کتاب

په ترکیه کې د افغان ولسمشر د دوو مرستیالانو ليدنه

د انځور حقوق FB
Image caption قیصاري ادعا کوي شاوخوا ۷۰۰۰ وسله وال لري

ده وویل، اوس رسنیو ته د نیولو شویو کسانو یو ښکاره نوملړ ځکه نه شي ورکولی، چې بیا به ویل کېږي چې حکومت یې د نیولو لپاره لا له وړاندې پرېکړه کړې ده:

"دا یو بهیر دی چې روان به وي، که څوک شکایت لري او کوم ځای کې نامسؤول وسله وال وي او خلکو ته ازار رسوي، تښتنو او ناامنیو کې ښکېل وي، افغان حکومت یې پر وړاندې قاطع ګام اخلي."

له دې مخکې د ولسمشر دویم مرستیال ښاغلي دانش د ترکيې د ولسمشر رجب طیب اردوغان د لوړې په مراسمو کې د ګډون لپاره د ترکيې انقرې ته سفر کړی و او هلته يې څو ځله له ښاغلي دوستم سره کتلي دي.

په هغو ناستو کې چې د ښاغلي غني د مرستيالانو ترمنځ شوې کابل ته د ښاغلي دوستم د تګ پر جزئياتو او وخت هوکړه شوې.

د فاریاب نوی والي: د نامسوولو وسله والو مخه نیسو

ښاغلی دوستم داسې مهال افغانستان ته بېرته ستنېږي چې د دغه هېواد په شمال کې د هغه د بېرته ورستنېدو د ملاتړ لپاره د هغه د پلويانو لاريونونه هم ډېر شوي. د دغو اعتراضونو په وروستۍ څپه کې معترضينو د فاریاب، سرپل او تخار د ولايتونو د ټاکنیزو کمېسیونونو دروازې وتړلې.

ترکيې ته د ښاغلي دوستم د تګ لامل

د انځور حقوق Reuters
Image caption ښاغلی ایشچي وړاندې په جنبش ملي اسلامي ګوند کې د ښاغلي دوستم مرستیال و

عبدالرشيد دوستم د جوزجان د يوه پېژندل شوي ځايي سياستوال احمد ايشچي پر جنسي ځورونې تورن شو او له ولسمشر سره يې له اختلافونو ډېرېدو وروسته ترکيې ته لاړ او بیا رانغی.

د افغانستان ولسمشر ترکيې ته د هغه د سفر په تړاو ویلي و چې د نوموړي موضوع عدلي او قضايي ده او هغه د افغانستان د لویې څارنوالۍ په اجازه ترکيې ته تللی.

له هغې وروسته داسې راپورونه هم خپاره شول چې ښاغلي دوستم افغانستان ته د بېرته ستنېدو هوډ درلود خو د هغه الوتکې ته د افغانستان په شمالي بلخ ولایت کې په هوايي ډګر د کېناستو اجازه نه ده ورکړل شوې.

ورته مطالب