ایشچي: د دوستم پرضد له خپلې ادعا نه تېرېږم

ایشچي
Image caption د 'جنسي ځورونې' په تړاو د ولسمشر د لومړي مرستیال عبدالرشید دوستم پرضد د ښاغلي ایشچي له حقوقي قضیې یو نیم کال تېر شوی.

د افغانستان د ولسمشر لومړي مرستیال عبدالرشید دوستم سیاسي مخالف احمد ایشچي وايي، د ښاغلي دوستم پر ضد له خپلې کړې ادعا نه تېرېږي . د 'جنسي ځورونې' په تړاو د ولسمشر د لومړي مرستیال عبدالرشید دوستم پرضد د هغه له حقوقي قضیې یو نیم کال تېر شوی.

احمد ایشچي د بي بي سي له زمزمې نیازۍ سره د یکشنبې په ورځ (چنګاښ ۳۱مه) په یوه مرکه کې ویلي، که جرګې د ده قضیه حل نه شوای کړی، نو محکمه کې به خپلې حقوقي دعوا ته دوام ورکړي.

ښاغلی ایشچي ټینګار کوي چې د دوستم په راستنېدو به دا دوسیه په جدي ډول وڅاري.

په پام کې ده چې دوستم په ترکیه کې له کابو ۱۴ میاشتو تېرولو وروسته نن کابل ته راستون شي.

د ولسمشر ویاند هارون چخانسوري تېره ورځ وویل، د دوستم پرضد د تورونو دوسیه لاهم پرانیستې ده او وبه څېړله شي.

ښاغلی ایشچي د دوستم له سیاسي مخالفانو ګڼل کېږي.

نژدې یو نیم کال وړاندې ایشچي ادعا وکړه چې دوستم او ساتونکو یې د افغانستان شمالي جوزجان په شبرغان کې هغه له برمته کولو وروسته جنسي ځورولی دی.

وروسته د افغانستان لویې څارنوالۍ د یادې قضیې لپاره یوه دوسیه جوړه کړه.

د دوستم نژدې کسان د ایشچي دا تور ردوي او وايي چې دا د دوستم پرضد سیاسي "دسیسه" ده.

Image caption ایشچي ادعا کړې چې دوستم برمته کړی او بیا هغه او ساتونکو یې جنسي ځورولی دی

ددغو تورونو په لړ کې نړیوالې ټولنې پر افغان حکومت فشار راوړ چې دا قضیه په جدي ډول وڅېړي.

ښاغلی دوستم داسې مهال افغانستان ته راستنېږي، چې له تېرو نولسو ورځو راهیسې د دوستم د پلویانو لاریونونه دوام لري.

دا لاریونونه فاریاب کې د دوستم د ځانګړي استازي او د وسله والو د یوه قومندان نظام الدین قیصاري تر نیول کېدا وروسته پیل شوي.

"دوستم د ایشچي په قضیه کې د خپلو ساتونکو د توقیف مخه نیولې"

جنرال عبدالرشيد دوستم ترکيې ته ولاړ

د لاریونیانو اصلي غوښته د دوستم راستنېدل او د قیصاري خوشي کېدل دي.

لاریونیانو په ځینو ولایتونو کې د ټاکنو خپلواک کمیسیون دفترونه او سوداګریزې لارې تړلې دي.

د انځور حقوق AFP
Image caption د دوستم پلویانو ګڼو ولایتونو کې لاریونونه کړي

ورته مطالب