ولسمشر غني: د ولسمشرۍ ټاکنو ته ژر نېټه وټاکئ

غني د انځور حقوق ARG
Image caption ولسمشر غني په غیر مستقیم ډول اشاره وکړه چې راتلونکو ټاکنو کې به نوماند وي

افغان ولسمشر د ټاکنو له کمیسیونه د ولسمشریزو ټاکنو لپاره ژر د نېټې ټاکنو غوښتنه کړې. ولسمشر ویلي، حکومت به په ټاکنو کې د حکومتي کارمنو د لاسوهنې لپاره جدي ګامونه واخلي.

نوموړي دا څرګندونې له ټاکنیزو غړو، ملګرو ملتونو ځانګړي استازي او د ټاکنیز بهیر د ځینو ملاتړو هېوادونو له سفیرانو سره د یکشنبې ‍په ورځ‌ (چنګاښ ۳۱مه) ارګ کې وکړې.

د ارګ په اعلامیه کې راغلي،‌ د ټاکنو خپلواک کمیسیون مشرتابه د ولسي جرګې او ولسوالیو د راروانو ټاکنو په اړه ولسمشر ته معلومات ورکړل او ولسمشر له کمیسیونه وغوښتل چې د رای ورکوونکو د نوملیکنې د څرنګوالي په اړه خلکو ته ډاډ ورکړي.

ولسمشر غني له دې کمیسیون دا هم غوښتي چې د سیاسي ګوندونو، مدني بنسټونو او نړیوالو څارونکو د څارنې زمینه برابره کړي.

خبرپاڼه کاږيو افغان ولسمشر په ټینګار سره ویلي، ټاکنو کې لاسوهنه که د هرچا له خوا وي، جرم ګڼل کېږي او حکومت به د هر مداخله کوونکي لاسونه ورلنډ کړي.

افغان حکومت وايي، ټاکنو ته پوره اراده لري.

راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو ته چې د قانون له مخې نژدې کال وروسته باید وشي، تراوسه د نورو نوماندانو درک نه لګیږي.

د شنبې پر ورځ د ځینو وتلو سیاسي ګوندونو مشرانو خبرداری ورکړ چې د احتمالي درغلیو د مخنیوي لپاره باید راتلونکو پارلماني او ولسوالیو شوراګانو ټاکنو ته شوې نوم لیکنه باطله شي.

دوی همدا رنګه غوښتنه وکړه چې چې ټول رایه ورکوونکي دې له سره په بایومیتریک ډول راجستر شي.

د دې غونډې ګډونوالو، چې د ګلبدین حکمتیار، یونس قانوني، محمد محقق او باتور دوستم په ګډون ځیني نور کسان هم پکې وو، خبرداری ورکړی چې که غوښتنې یې ونه منل شي نو ټاکنې به تحریم کړي.

خو د ټاکنو کمیسیون وویل، دا کار ډېر لګښتي دی او د دغو ګوندونو د غوښتنو منل ناقانونه دي.

ولسمشر غني د دوی پر دریځ نیوکه وکړه او زیاته یې کړه چې دا ډلې د کار لپاره عملي طرحه نه لري.

ورته مطالب