د کابل ښار افشار سیمه کې "پنځه" توغندي ولګېدل

ر د انځور حقوق پروېز عبدالرحیمزی
Image caption د یو توغندي د غورځېدلو سیمه.

د کابل لوېدیځ ته د پنځمې امنیتي حوزې اړوند په افشار سیمه کې پنځه توغندي لګېدلي دي. د کابل امنیه قومندانۍ پېښه تاییدوي او وايي، پر افشار سیمه پنځه توغندي توغول شوي دي.

د کابل د امنیه قومندانۍ ویاند حشمت ستانکزي د بي بي سي خبریال محفوظ ذبیدي ته وویل، چې توغندي له نامعلوم لوري توغول شوي او افشار سیمه کې لګېدلي دي.

هغه زیاتوي چې یو توغندی په کور غورځېدلی او درې کسان یې برسېرن ټپیان کړي دي:

"دوه نور توغندي هم په دغه سیمه کې غورځېدلي، خو مرګ ژوبله نه لري".

د انځور حقوق پروېز عبدالرحیمزی
Image caption خواله رسنیو کې دا هم د نن ورځې د یوه لګېدلي توغندي سیمه ښودل شوې ده.

خواله رسنیو کې داسې رپوټونه هم دي چې درې توغندي غورځېدلي دي. ویل کېږي د دوو نورو توغندیو غږ هم اورېدل شوی، خو تراوسه په دې تړاو چارواکو څه نه دي ویلي.

ورته مطالب