''پاکستان ټاکنو سره خیبر پښتونخوا کې پښتو موسیقۍ پرمختګ کړی''

ډېرې ترانې په پښتو ژبه او لهجو ثبت شوې دي د انځور حقوق .
Image caption ډېرې ترانې په پښتو ژبه او لهجو ثبت شوې دي

خیبر پښتونخوا ایالت کې کاندیدانو د ټاکنیز کمپاین پر مهال د پښتنو سندرغاړو او شاعرانو خدمتونه هم د حق الزحمې بدل کې تر لاسه کړي دی، چې ورسره د ټولنې دغه بیوزله قشر سره څه نه څه مالي مرسته شوې ده.

که څه هم د پاکستان مهمو ګوندونو له مخکې د کمپاین پر مهال د ترانو او موسیقۍ دود پاله، خو سږنیو ټاکنو کې ازادو کاندیدانو هم د موسیقۍ او شعر له لارې د رایه ورکونکو د توجه تر لاسه کولو هڅې کړې.

دغه ترانې او سندرې د ښاري سیمو تر څنګ کلیوالو سیمو کې هم د ټاکنیزو غونډو پر مهال اورېدل کېدل او ان پر خواله رسنیو هم لاس پر لاس کېدل. خیبر پښتونخوا کې دغه ډول ډېری سندرې په پښتو ژبه ویل شوې دي.

ځايي هنرمندان وايي، دې سره نه یوازې مالي مرسته ورسره شوې، بلکې د وېرې ترهې له هغه کیفیته هم وتلي، چې دوی ور سره د ناامنیو له کبله ژوند کاوه. مشهور پښتون سندرغاړی حشمت سحر وايي، نژدې ټولو سیاسي ګوندونو ته یې ترانې ویلې دي.

د انځور حقوق .
Image caption حشمت سحر وايي، نژدې اووه ترانې یې ثبت کړې دي

نوموړی وايي، 'نن سبا کار دومره ډېر شوی، چې وخت موندل ګران شوي دي، ځکه ازاد کاندیدان او سیاسي ګوندونه ټول غواړي په غونډو کې یې د موسیقۍ لپاره ګډون وکړو او یا ترانې ورته ثبت کړو. '

نوموړی زیاتوي د ۲۰۱۸ کال ټاکنو کې لومړی ځل داسې ولیدل شول، چې کاندیدانو په دومره پراخه کچه د خلکو د توجه خپلولو لپاره پښتنو شاعرانو او موسیقۍ ته توجه کړې.

"هڅه کوم ښوونځیو کې اتڼ معرفي کړم"

کرن خان: خراب شعر د موسيقي راتلونکى خرابوي

موسیقي، نڅا او نور هنرونه بېرته سوات ته ستانه شول

خیبر پښتونخوا کې د بې ثباته امنیت له کبله د ژوند نورو اړخونو تر څنګ هنرمندانو او موسیقۍ ته هم دروند زیان اوښتی. د صوبې ډېری هنرمندان نه یوازې له مالي ستونزو سره مخامخ دي، بلکې یو شمېر مشهور سندرغاړي اړ شول، چې بهر ته پناه یوسي.

د انځور حقوق .
Image caption د ټاکنیز کمپاین پر مهال کاندیدانو د رایه ورکونکو توجه تر لاسه کولو لپاره د موسیقۍ ماهرینو خدمتونه تر لاسه کړي دي

شیرعالم شینواری، چې د پښتنو کلتوري چارو او موسیقۍ ماهر بلل کېږي، وايي له ټاکنیز کمپاین سره نه یوازې د هنرمندانو مالي حالت ښه کېږي، بلکې پښتو موسیقي هم پرمختګ کوي.

نوموړی وايي، داسې حال کې چې هنرمندان د ډار له حالت سره مخامخ و، د صوبې په کلیو بانډو کې د موسیقۍ غږ نوې هیلې راټوکوي.

د نوموړي په وینا ځینې سیمو کې د ناامنۍ له څو پېښو مخکې سیمه کې مېلې ته ورته حالت و، چې ښاغلی شینواری یې لامل په ټاکنیزو غونډو کې د موسیقۍ شتوالی بولي.