کابل کې موټر بم د ملي امنیت سرتېرو ته مرګ ژوبله واړوله
خواله رسنیو کې دا د نن ورځې د پېښې انځور بلل شوی دی.
د کابل ښار لوېدیځ ته د پنځمې امنیتي حوزې په داود باغ سیمه کې د پنجشنبې په ورځ سهار نږدې پنځه بجې د ملي امنیت ریاست اړوند پر صفر یو قطعه موټر بم برید وشو.
د کابل د امنیه قومندانۍ ویاند حشمت ستانکزي د بي بي سي خبريال محفوظ ذبیدي ته وویل، چې په دغه برید کې د ملي امنیت څلور غړي وژل شوي او پنځه ټپیان دي.
"یو ولسي وګړی هم وژل شوی او بل ټپي دی".
ویل کېږي د ملي امنیت ادارې دا غړي له میدان وردګ ولایت څخه کابل ته په لار و چې له برید سره مخ شول.
وسلوالو طالبانو رسنیو ته په استولې اعلامیه کې ویلي چې برید دوی کړی دی.
دا ډله زیاتوي چې د ملي امنیت د صفر یو قطعې موټر یې په نښه کړی دی.