لویه څارنوالي: د فساد په مخنیوي کې د عالمانو رول اړین دی

. د انځور حقوق CEO

کابل کې د لویې څارنوالۍ په نوښت سلګونه عالمان یوې دوه ورځنۍ غونډه کې راټول شوي چې د فساد پر وړاندې د منبر غږ پیاوړی او همغږی کړي.

د روڼتیا نړیوال بنسټ د موندنو له مخې افغانستان د نړۍ په کچه له سومالیا، جنوبي سوډان او سوریې وروسته په فساد ککړ څلورم هېواد بلل کیږي.

ډیری افغانانو دولتي ادارو ته د ورتلو پرمهال د فساد نښې نښانې لیدلي دي. فرید سعادت د فساد د یوې پیښې کیسه کوي:

"زه د یوې داسې پیښې شاهد یم چې د ازموینې صحنه وه او هلته یو کس راغی او ویل یې چې د ۱۲ سوه ډالرو مقابل کې مو زه کامیابوم، له دې سربیره د ازموینې صحنه کې هم د پوښتنو کیلي د پیسو لپاره خرڅیږي."

د همدې ( پراخ) اداري فساد مهارولو لپاره افغان حکومت اوس د دیني علماوو رول ته سترګې په لاره دی.

د انځور حقوق AGO

لویه څارنوالي دیني عالمان د ټولنې با نفوذه وګړي یادوي او وایي چې دوی د عدلي او قضایي ادارو ترڅنګ د فساد په مخنیوي کې ښه رول لوبولی شي.

د علماوو شورا غړی او ویاند قاسم حلیمي وایي، علما به د مفسدو څېرو په افشاکېدو د فساد مخنیوي ته ودانګي:

"علما کرام دې د ټولنې د اصلاح لپاره له هر منبره غږ پورته کړي، په هر چا کې چې فساد شته او تاسې به خبر یی، د هغه نوم واخلئ."

* سیګار: افغان دولت د فساد ضد ستراتیژي سمه نه ده پلې کړې

* مرکزي بانکونه د ونډو بازار بیه څنګه کنټرولوي؟

* غني: د فساد پر ضد مبارزه ننګونې لري

لغمان کې د یوه جومات خطیب مولوي سیدالرحمان بي بي سي سره خبرو کې وویل، له دې وروسته به خپلو تبلیغاتو کې له شرعي پلوه د فساد ضررونه بیانوي او د عملي مبارزې ډګر ته به هم دانګي:

"کوښښ به وکړو چې ځان سره ولس بسیج او ملګری کړو، مونږ به هغو دولتي ادارو ته چې فساد په کې دی ولاړ شو او هغوی ته به ووایو چې د خلکو چیغې مو پورته کړې دي."

د افغانستان لوی څارنوال فرید حمیدي د علماوو د رول بریا ته هیله من دی:

"مونږ په ریښتیا او مېړانې سره وایو چې له بده مرغه فساد شته، خو مونږ یې پر وړاندې کلک ولاړ یو، مبارزه وخت غواړي، خو د خدای پر توکل او ستاسې علماوو په مرسته به پر دې کرغیړنې پدیدې بریالي کېږو."

د انځور حقوق AGO

د فساد مخنیوي کې که له یوې خوا د علماوو رول مهم ګڼل کیږي، خو بل لورته نیوکه کوونکي وایي چې د اداري فساد مافیا او سترې کړۍ نه جوماتونو ته ځي او نه هم د علماوو خبرې اوري.

دوی وایي، دیني عالمان او د ټولنې نور قشرونه اصلاحي رول درلودلی شي، خو ټینګار کوي چې د فساد ريښو وچولو لپاره د حکومت عملي ګامونه اړین دي.

اړونده مطالب

ورته مطالب