افغانستان کې د ماشومتوب ودونه '٪۱۰ کم' شوي

ښځې د انځور حقوق unicef
Image caption یونیسف وايي، افغانستان کې د ماشومانو د ودونو کچه ټیټه شوې ده.

د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق "یونیسف" په یوه تازه رپوټ کې ویلي، په تېرو پنځو کلونو کې افغانستان کې د ماشومتوب ودونه په سلو کې لس راکم شوي. په دې نظرپوښتنه کې ۴۲ سلنه کورنیو ویلي، لږترلږه د کورنۍ یوه غړي یې تر ۱۸ کلونو ټیټ عمر کې واده کړی.

دا رپوټ د کار، ټولنیزو چارو شهیدانو او معلولینو وزارت په همکارۍ چمتو شوی او د یکشنبې په ورځ /زمري اوومه خپور شوی.

په دې راپور کې راغلي، که څه هم افغانستان کې د ماشومانو د ودونو کچه ټیټه شوېو خو لاهم ګڼ ماشومان/ماشومانې ودېږي.

ددې راپور جوړولو لپاره بامیان، کندهار، پکتیا، غور او بادغیس ولایتونو کې له کابو اوو زرو کسانو سره خبرې شوې دي.

ډېر ارمان کوم چې ولې مې تعلیم پرېښود

"افغانستان کې ۲۰۶ زره نجونې له زدکړو بې برخې دي"

افغانستان کې جبري ودونه کم شوي

په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.
څوارلس کلنۍ کې د واده شوې ښځې کیسه

ددې نظرپوښتنې له مخې، ۴۲ سلنه کورنیو ویلي، لږترلږه د کورنۍ یو غړی/یوه غړې یې تر ۱۸ کلنۍ ټیټ عمر کې واده کړی، چې په غور کې دا کچه ۲۱ سلنه او پکتیا کې ۶۶ سلنه ده.

د افغانستان د مدني قانون د ۷۱مې مادې له مخې، افغانستان کې د نجونو د ودولو لپاره لږترلږه ۱۶ کاله عمر او د هلکانو د ودونو لپاره ۱۸ کاله عمر ټاکل شوی.

یونیسف وايي، د حکومت په همکارۍ هڅه کوي دا معیار د نړیوالو قراردادونو پربنسټ د نجونو او هلکانو دواړو لپاره ۱۸ کاله وټاکي.

په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.
افغانستان: سلو کې ۳۵ ودونه اتلس کلنۍ کې

د یونیسف نظرپوښتنه په ډاګه کوي چې په سلو کې د ۷۸ کورنیو پرېکړه کوونکي پلرونه دي چې د خپلو بچیانو/لوڼو د ودونو په اړه فیصلې کوي.

خو په سلو کې ۵۶ ځواب ویونکو ویلي، له هغو کسانو سره باید مشوره وشي، چې ودېږي او یا واده کوي.

د افغانستان د کار ټولنیزو چارو وزیر فیض الله ذکي وايي، د ماشومانو ودونه د بشري حقونو یوه جدي سرغړونه ده چې ماشومان له ښوونې روزنې، روغتیا او هوسا ژونده محرومي.

افغانستان د ښځو لپاره ترټولو خطرناک هېواد دی'

په ۱۱/۱۱/۱۱ نېټه ډله ییز ودونه

دی ټینګار کوي افغان دولت ددې ستونزې له منځه وړلو ته ژمن دی او کورنۍ باید په دې برخه کې له حکومت سره همکاري وکړي.

په افغانستان کې د یونیسف استازې ادیل خدر ویلي، په دې هېواد کې د ماشومانو د ودونو د کچې کمولو ته اړتیا ده، په تېره بیا هغه نجونې چې ښوونځي وايي.

د انځور حقوق unicef
Image caption یونیسف وايي، په تېره یوه لسیزه کې ټوله نړۍ کې د نژدې ۲۵ میلیون ماشومانو د ودونو مخه نیول شوې ده.

د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کمیسیون د شمېرو له مخې، په ۱۳۹۵ کال په دې کمیسیون کې په "بدو" کې د ورکړې په ګډون تر قانوني عمر د ټیټو ماشومانو د ودونو ۱۵۸ دوسیې ثبت شوې، چې دا شمېره په ۱۳۹۶ کال ۱۰۸ ته رسېدلې وه.

یونیسف وايي، په تېره یوه لسیزه کې ټوله نړۍ کې د نژدې ۲۵ میلیون ماشومانو د ودونو مخه نیول شوې ده.

ددغې ادارې په وینا، دا مهال په ګرده نړۍ کې له هرو پنځو نجونو یوه یې تر ۱۸ کلونو ټیټ عمر کې ودېږي، چې دا شمېره لس کاله وړاندې په څلورو کې یوه وه.

اړونده مطالب

ورته مطالب