جلال اباد: د کډوالو چارو پر رياست بريد پای ته رسېدلی

په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.
جلال اباد کې د کډوالو چارو پر ریاست برید

په ننګرهار کې ځايي چارواکي وايي د دغه ولايت مرکز جلال اباد ښار کې د کډوالو چارو پر رياست وسله وال بريد پای ته رسېدلی دی.

د ننګرهار د عامی روغتيا رييس نجيب الله کاموال بي بي سي ته ويلي، په دې پېښه کې د ۱۵ وژل شویو کسانو جسدونه او ۱۴ ټپيان روغتونونو ته لېږدول شوي دي.

مخکې د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوګياڼی ویلي و، په جلال اباد ښار کې پر کډوالو چارو ریاست دريو وسله والو "ترهګریز" برید وکړ. د نوموړي په وينا لومړي بريدګر د ودانۍ دروازه کې موټر بم چاودنه وکړه او دوه نور دفتر ته ننوتل، چې وروسته د امنيتي ځواکونو په ډزو ووژل شول.

دا ریاست د ختیځ زون له حوزوي روغتون او د معلولانو لپاره د مصنوعي غړو برابرولو مرکز سره نژدې دی.روغتیايي چارواکي وايي، په برید پسې یې ناروغان او د هغوی پایوازان له روغتونه اېستلي دي.

د وسلوالو طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد وايي، دا برید د دوی نه دی کړی. ویل کېږي د برید پر مهال د کډوالو چارو ریاست کې د دې ادارې سره د ناروې کډوالو کمېټې په ګډون د همکارو موسسو ناسته روانه وه.

د ننګرهار د روغتیا ریاست ویاند انعام الله میاخېل بي بي سي ته وویل، چې پر کډوالو چارو ریاست له برید وروسته له حوزوي روغتون ټول ناروغان، پایوازان او کارمنان له روغتون اېستل شوي دي.

نوموړی هم وايي، چې له چاودنې وروسته بریدګر د کډوالو چارو ریاست ته ننوتي.

تېره شنبه جلال اباد ښار کې د قابلو پر روزنځي هم برید شوی و.

خو د چارواکو په خبره، په هغه برید کې د دوو بریدګرو په ګډون دوه امنیت ساتونکي او یو د مرکز موټروان وژل شوی او اته کسان ټپیان دي.

دوی دا هم ویل چې قابلو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.

په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.
جلال اباد کې د کډوالوږ چارو پر ریاست برید

ورته مطالب