"افغان حکومت د پراخ فساد پر وړاندې د مبارزې لېوالتيا نه لري"

  • یما بارز
  • بي بي سي
ر

د عکس سرچینه، Getty Images

د افغانستان بيارغونې د څار ځانگړې امريکايۍ ادارې يا سيگار په خپل تازه رپوټ کې ويلي، افغان امنيتي ځواکونه د خپلې ولکې سيمو په پراخولو کې پاتې راغلي او افغان حکومت د روان پراخ فساد پر وړاندې د مبارزې لېوالتيا نه لري.

سيگار د افغانستان حالت څرنگوالي په تړاو د امريکا د عدليې وزارت يوه رپوټ ته په اشاره ليکلي حالات داسې دي لکه تر ډېره چې د قانون واکمني نه وي او حکومت هم کمزورى او ناکاره وي.

سيگار زياتوي د فساد ډېر شمېر قضيې د سياسي هوډ نشتوالي له امله همداسې پرتې دي.

د سيگار رپوټ چې افغانستان او سويلې اسيا لپاره د ولسمشر ټرمپ د نوې تگلارې له اعلانېدو يو کال وروسته خپور شوى له فساد سره د مبارزې پر عدلي او قضاى مرکز تور پورې کوي چې گواکې د فساد د سترو قضيو پر ځاى کوچنيو سرغړونکو پسې ځي.

رپوټ د بېلگې په توگه د هرات په پاسپورټ دفتر کې يوې پېښې ته اشاره کوي چې د ٧٠ ډالر بډې اخيستنې په تور دوه حکومتي مامورين نيول شوي وو.

د عکس سرچینه، ل

د عکس تشریح،

د سیګار مشر جان سوپکو

رپوټ کې په دې تړاو د فساد د قضيو پلټونکو خونديتابه په اړه هم اندېښنه څرگنده شوې او ويل شوي چې وروسته له هغه چې فساد سره د مبارزې عدلي او قضايي مرکز په کابل کې د ځينو لوړ پوړو او ځواکمنو کسانو د فساد قضيې واورېدې لږ تر لږه درې پلټونکي وژل شوي.

سيگار زياتوي چې په امنيتي ډگر کې هم افغان امنيتي ځواکونو له تېرې مې مياشتې راهيسې کوم پرمختگ نه دى کړى او پر ولسواليو يې واک تر ډېره د څه د پاسه تېر يوه کال په څېر دى.

افغان حکومت لا د سيگار د نوي رپوټ په تړاو کوم غبرگون نه دى ښوولى خو وړاندې يې پر طالبانو د فشار ډېرولو لپاره يرغلیز عمليات او د فساد په تور د کابينې د يوه پخواني وزير په گډون د ځينو لوړ پوړو چارواکو محاکمې يې لاسته راوړنې بللې دي.

رپوټ همداراز وايي د طالبانو د ولکې او نفوذ سيمې هم کمې شوې او پر ډېر شمېرو سيمو اوس د کنټرول لپاره سيالي روانه ده.

رپوټ وايي د ډيپلوماټيک، پوځي او ټولنيزو فشار له لارې خبرو اترو ته د طالبانو هڅولو هم د ولسمشر ټرمپ د نوې تگلارې موخه وه او په دې لړ کې د افغان حکومت او طالبانو درې ورځني اوربند او په دې وروستيو کې دوحه کې د امريکايي چارواکو او طالبانو ترمنځ د مخامخو خبرو اترو رپوټونو ته اشاره کوي.