"جوزجان کې د داعش مشر او لسګونه وسلوال یې تسلیم شول"

د انځور حقوق Darzab District Governor
Image caption افغان حکومت ته د داعش تسلیم شوي وسلوال

د افغانستان شمال کې د جوزجان ولایت ځايي اداره او وسلوال طالبان وايي، په دغه ولایت کې داعش وسلواله ډله له منځه وړل شوې.

د جوزجان د والي ویاند محمد رضا غفوري د بي بي سي خبریال محفوظ ذبیدي ته وویل، د وسلوالو طالبانو او داعش څو ورځنۍ جګړه کې طالبانو ځینې سیمې له داعش نیولې او تر دوو سوو داعشیان حکومت ته تسلیم شوي دي.

د هغه په خبره، په جګړه کې د طالبانو او داعش سلګونو وسلوالو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

* جوزجان کې د طالبانو او داعش ترمنځ جګړه

* "جوزجان کې داعشیانو پر نوي مشر شخړه کړې"

وسلوال طالبان هم رسنیو ته په استولې اعلاميه کې وايي، په څو ورځنیو عملیاتو کې یې د درزاب ولسوالۍ د سردرې په شمول ټولې اړوند سیمې یو په بل پسې له داعش ډلې نیولې دي. د اعلامیې په یوه برخه کې راغلي:

"د دغو عملیاتو په جریان کې تر ۱۵۳ تنو داعشي مجرمین وژل شوي، له ۱۰۰ ډير ټپيان شوي، او تر ۱۳۴ تنو د مجاهدینو لخوا ژوندي نیول شوي دي".

طالبان دا هم وايي، چې ۱۷ وسلوال یې وژل شوي او ۱۳ ټپيان شوي دي.

طالبان د حکومت ته د تسلیم شویو داعش جنګیالیو په اړه بیا وایي چې دې کسانو حکومت ته پناه وړې ده.

د دوی د اعلامیې یوه بله برخه کې راغلي:

"د یادولو وړ ده چې د داعشي فتنه اچونکو عمومي مسوول حبیب الرحمن رهبر، بل مهم مشر مفتي نعمت، او مالي مسوول یې صبغت الله له ۱۵۲ تنو افرادو سره د کابل ادارې ته پنا یوړه چې د کابل ادارې د استخباراتو لخوا د داعش نوازۍ په اساس د هلیکوپترو په مټ نجات ورکړل شو. "

مولوي حبیب الرحمان د بلخ د شولګرې ولسوالۍ اوسېدونکی دی.

نوموړی اول د وسلوالو طالبانو ډله کې و، وروسته له داعش سره یو ځای شو.

بله خوا د ناټو ځواکونو هم په یوه اعلامیه کې ویلي، په جوزجان کې د داعش جنګلیالیو په تسلیمېدو خبر دي. د ناټو په وینا، دا یو مهم پرمختګ دی، خو دا به تر وخت د مخه وي چې ووایو داعش ډله د افغانستان په شمال کې په بشپړه توګه له منځه تللې.

ناټو همدا رنګه وایي چې داعش ډله په افغانستان کې هېڅ مرکز نه لري، او نه هم په نورو هېوادونو کې جنګېدونکي وسله وال یې په افغانستان کې راټول شوي.

د انځور حقوق Darzab District Governor
Image caption له ښي لوري د پولیسو قومندان، منځ کې د داعش قومندان حبیب الرحمان او د درزاب ولسوال

د جوزجان د والي ویاند د دغو کسانو شمېر تر دوو سوو کسانو ښيي او وايي، چې بهرني وسلوال هم پکې شته.

نوموړی وايي، چې وروسته به معلومه شي چې دا وسلوال د کومو هېوادونو دي.

ښاغلی غفوري زیاتوي، چې کومې سیمې د طالبانو لاس ته ورغلې هغه به ژر خپل واک کې راولي او اداري چارې به پکې پیل کړي.

د جوزجان د امنیه قومندان فقیر محمد جوزجاني وايي، چې د داعش له تسلیم شوو غړو سره ۲۰ کورنۍ هم دي.

دی زیاتوي چې د جوزجان مرکز شبرغان ته د دې کسانو د لېږدولو لپاره یې چورلکې ور استولې دي.

د انځور حقوق .

روسیې ته ډاډ ور کول:

جوزجان د افغانستان په شمال کې د داعش مرکز بلل کېږي.

د وسلوالو طالبانو او داعش ترمنځ له نږدې یوې میاشتې راهیسې د دې ولایت په ځینو برخو کې جګړه روانه وه.

دغه ولایت له ترکمنستان سره پر پوله پروت دی.

رضا غفوري وايي، په جوزجان کې اوس د داعش ډله یو مخ له منځه تللې او نور دې د شمال لورته ګاونډي هېوادونه په تېره روسیه دا وېره نه لري چې دلته داعش شته.

وسلوال طالبان هم په خپله اعلامیه کې وايي، چې "د هیواد ټول شمالي ولایتونه له داعش په نوم فتنې څخه خلاص شول او خلکو يې د ارام سا واخیسته".

د ۲۰۱۷ کال په دسمبر کې افغان چارواکو ومنله چې په سوریه کې د داعش له ماتې وروسته د دې ډلې ځینې غړي جوزجان ته رسېدلي دي.

د دوی په خبره، په دغو وسلوالو کې د فرانسې او الجزایر وګړي هم شته.

د ناټو ورته ادعا

د افغانستان شمال کې د داعش پرضد وروستۍ پرمختیا په داسې مهال ده چې تېره میاشت بهرنیو ځواکونو هم د افغانستان په ختیځ کې ورته ادعا درلوده.

د ناټو په مشرۍ دغو ځواکونو وویل چې له افغان ځواکونو سره په ګډو عملیاتو کې یې ننګرهار ولایت کې د داعش پلازمېنه له منځه وړې ده.

خو څو ورځې مخکې دې ډلې په جلال اباد ښار کې د قابلو پر مرکز د ډله ییز برید مسوولیت ومانه.

د سې شنبې په ورځ هم جلال اباد کې د کډوالو او ستنېدونکو چارو پر ریاست برید وشو، خو تراوسه کومې ډلې نه دي ویلي چې دا برید دوی کړی.

ورته مطالب