کانکور ازموینه: تر ټولو لوړه نومره نجلۍ ګټلې

  • خوشحال تایب
  • بي بي سي
لوړو زده کړو وزارت

د عکس سرچینه، MOHE

د عکس تشریح،

د افغانستان لوړو زده کړو وزارت وايي، سږ کال د سرغړونکو شمېر پنځوس تنو ته رسېده

افغانستان کې د ښوونځیو د دولسمو ټولګیو د تېرکال فارغانو د کانکور ازموینې پایلې نن اعلان شوې. د لوړو زده کړو وزارت مسوولین وايي تر ۱۷۵زرو ډېرو کسانو په ازموینه کې ګډون کړی وو، چې په وینا یې لویه برخه به یې د لوړو زده کړو او نیمه لوړو زده کړو موسسو ته لار مومي.

سږ کال تر ټولو لوړه نمره د تهمینه په نوم یوې نجلۍ اخیستې چې د کابل طب پوهنتون ته بریالۍ شوې ده. د افغانستان له ټولو ولایتونو د ۱۵۸۵۰۰ کسانو د دولسمو ټولګیو فارغانو له ډلې څه باندې ۱۲۰ زره یې نن د ژوند مهم پړاو ته ننوځي.

د کانکور ازموینې پایلې د دوی راتلونکی برخلیک ټاکي. د افغانستان د لوړو زده کړو وزارت مسوولین وايي، سږ کال یې د کانکور په آزموینه کې نجونو ته ځانګړی پام کړی، ځکه په وینا یې د تېرو کلونو پرتله د ښځینه ګډونوالو شمېر هم ډېر وو.

د دغه وزارت د خپرونو مرستیال اختر محمد عبیري په وینا په کانکور آزموینې کې به ډېر بریالي شوي کسان دولتي پوهنتونونو او د نیمه لوړو زده کړو موسسو ته جذبیږي.

د ښاغلي عبیري په وینا 'په بریالي شویو کسانو کې نژدې ۴۸۰۰۰نجونې او ۹۱۶۰۰ تنه نارینه دي. ' نوموړی وايي،ازموینې کې د پاتې راغلیو شمېر تر ۱۹ زرو ډېر دی.

د عکس سرچینه، .

د عکس تشریح،

د لوړو زده کړو وزارت مسوولین وايي، سږ کال یې د کانکور په آزموینه کې نجونو ته ځانګړی پام کړی

شهلا نظري د کانکور له هغو ګډونوالو ده چې تېر کال یې هم په ورته ازموینه کې ګډون کړی وو، خو هغه وخت د خپلې خوښې پوهنځي ته نه وه بریالۍ شوې. شهلا وايي په خپلو هڅو سره یې خپل خوبونه ریښتیا کړل:

''له ۲۹۹ نمرو سره د مزار شریف معالجوي طب ته بریالۍ شوې یم، د تېرو کلونو پرتله مې سږ کال ډېر زحمت کړی و، نو هیله منه وم، خو کله نا کله بخت او قسمت یاري نه کوي، خو له نیکه مرغه بریالۍ شوم. چا چې درسونه ویلي وي، د هغوی لپاره ازموینه طبعاً چې اسانه ده او که درس یې نه وي ویلي، څرګنده ده، چې ورته ګرانه ده. ''

د افغانستان لوړو زده کړو وزارت وايي، سږ کال د سرغړونکو شمېر پنځوس تنو ته رسېده چې د تېرو کلونو پرتله دغه شمېر ټیت شوی دی.

دغه راز ویل شوي چې سږ کال د درغلیو شمېر هم صفر ته راټیټ شو دی، خو د تېرو کلونو پرتله چې جنګ ځپلو سیمو ته به ځانګړي امتیازونه ورکول کېدل سږ کال داسې کوم څه نه ترسترګو کېږي.