کوفي: له نوملړه د نوم لرې کولو کې سلیقوي چلند شوی

فوزیه کوفي د انځور حقوق .
Image caption فوزیه کوفي وايي، سلیقه يي چلند شوی دی

افغانستان کې د ټاکنیزو شکایتونو ارزونې یوه ځانګړي کمیسیون ولسي جرګې ته د ۲۵ کاندیدانو نومونه له وروستي نوملړه ایستلي دي.

الله ګل مجاهد، فوزیه کوفي، سید جعفر نادري، شاه وزیر تره خیل، شېر ولي احمدزی، ګل مراد، مجیب الرحمن څمکنی او بشیر قانت هغه کسان دي، چې له وروستي نوملړه یې نومونه ایستل شوي دي.

د ټاکنیزو شکایتونو افغان کمیسیون مشر عبدالعزیز اریايي بي بي سي ته وویل، د ۱۳۷ کسانو په اړه چې غوښتل یې ټاکنو کې کاندید شي، ۲۳۰ شکایتونه دوی ته رسېدلي دي، چې د دغو شکایتونو له ارزونې وروسته د ۲۵ کسانو نومونه داسې بلل شوي، چې د کاندیدو وړتیا نه لري.

د ښاغلي اریايي په خبره د کره ثبوتونو او قانع کونکو دلیلونو نشتوالي له کبله د ۶۷ نورو کسانو په تړاو شکایتونه رد شوي دي.

بل لور ته ولسي جرګه کې د بدخشان استازې فوزیه کوفي او د کابل ولایت استازي الله ګل مجاهد په ګډون یو شمېر کسانو د کمیسیون پر دغه پرېکړه نیوکه کړې.

مېرمن کوفي کابل کې یوه خبرې غونډې ته وویل، چې له نوملړه یې د نوم ایستل کېدل هېڅ قانوني بنسټ نه لري او په وینا یې 'سلیقه يي چلند شوی دی '

د ولسي جرګې د راروانو ټاکنو لپاره ددغو ۲۵ احتمالي نوماندانو نومونه ځکه د کاندیدانو له وروستي نوملړه لرې شوي چې د شکایتونو کمیسیون ته د دوی اړوند د خلکو د ځمکې د غصب، وژنې او انسان تښتونې په اړه شکایتونه شوي.

الله ګل مجاهد بي بي سي ته وویل:

''پرون یې نژدې ۱۲ نیمې بجې راته ټیلیفون وکړ، چې نوم دې له نوملړه ایستل شوی دی او کولای شي، استیناف غوښتنه وکړې. کله مې چې وپوښتل تور څه دی، ویل یې، ستا کسان غیر قانوني وسله ګرځوي. ما ورته وویل، چې د ټاکنو قانون ۴۴ مادې له ۲ بند سره سم د کورنیو چارو وزارت له لوري د لس میله وسلې جواز لرو. دغه قضیه سیاسي شوې ده. دا له موږ سره ظلم دی او بې انصافه قضاوت شوی دی. موږ استنیاف غوښتنه کوو. ''

لس کاندیدان د پارلماني ټاکنو له لیسته ایستل شوي

د تلې ۲۸ د پارلماني او ولسوالیو شوراګانو د ټاکنو نېټه اعلان شوه

د افغانستان د ولسي جرګې ټاکنې په ځنډ کېږي

ولسي جرګې ته دغه احتمالي نوماندان پر دې هم تورن شوي چې په ګڼو ولایتونو کې د ناقانونه وسله والو مشري کوي چې همدغه ډلې لومړی حکومت او بیا ولسي وګړو ته لوی سرخوږی جوړوي.

په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.
د کاندیدانو له نوملړه د یو شمېر کسانو نومونه ایستل شوي

د شکایتونو د اورېدو کمیسیون وايي، د کار له پیله یې تر اوسه د ۱۳۷ احتمالي نوماندانو اړوند ۲۳۰ شکایتونه ثبت کړي او ټول یې ارزولي دي.

په پام کې ده افغانستان کې پارلماني او د ولسوالیو شوراګانو ټاکنې د تلې میاشتې پر ۲۸ مه وشي. نژدې ۲۷۰۰ کسانو د ولسي جرګې۲۵۰ څوکیو ته ځانونه نوماند کړي دي.

ورته مطالب