موټر کې کوچنۍ اله چې غله هم ترې ډارېږي
په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

موټر کې کوچنۍ اله چې غله هم ترې ډارېږي

د موټر موندونکې اله یا GPS ټرکر. دا هغه اله ده چې په موټرونو کې ځای پر ځای کېږي او که غلا شي نو په اسانه یې ځای ځایګی پېدا کېدای شي. د دې الې د ځينو نصبوونکو شرکتونو مسوولان وايي، غوښتوونکي يې ډېر شوي او دې الې غله وېرولي دي.

اغا ملوک سهار د همداسې یوه شرکت مشر دی، وايي: "دا الې موږ د موټر په یوه پټ ځای کې لګوو. اپلېکېشن یا کاریال یې د ګاډي څښتن ته په موبایل یا لپ ټاپ کې انسټالوو. دوی نو بیا د خپل موبایل له لارې خپل موټر په ژوندۍ بڼه کتلی شي، چې چېرې دی؟ دوی آن کولای شي خپل موټر چې هر چېرې وي د خپل موبایل یا کمپيوټر له لارې ګل کړي، چلان يې کړي."