عبدالله له طالبانو سره د امریکا نېغې خبرې تایید کړې

عبدالله عبدالله د انځور حقوق dr.abdullah abdullah/facebook
Image caption عبدالله عبدالله طالبانو ته د ځینې سیمو د سپارلو خبرونه رد کړل

د افغان حکومت اجرایه مشر له وسلوالو طالبانو سره د امریکا نېغې خبرې تایید کړې.

نوموړي د دوشنبې په ورځ( د اګسټ ۶) د وزیرانو د شورا غونډه کې وویل، چې افغان حکومت د دې خبرو پر بحث وړ مسلو خبر دی.

"دا تماسونه پخوا هم و، وروستیو کې هم شته او افغان حکومت پر دې موضوع خبر دی، له طالبانو سره د حکومت خبرو ته لار جوړول د بحث اصلي موضوع وه او تر هغه ډېر څه نشته".

نوموړي طالبانو ته د ځینې سیمو د سپارلو خبرونه رد کړل او زیاته یې کړه چې تر کومه وخته هره یوه ډله له حکومت سره جنګېږي دوښمنه بلل کېږي.

بل لور ته یوې دیپلوماتیکې سرچیني بي بي سي ته ویلي، د افغان حکومت له لوري طالبانو ته د یو اوربند پر وړاندیز غور روان دی.

یاده سرچینه زیاتوي چې په قطر او کوټه کې طالب چارواکو یو بل اوربند ته لېوالتیا ښودلې.

د دې سرچینې په وینا، که پر اوربند هوکړه کېږي نو ښایي د لوی اختر په شپو ورځو کې پلی شي، خو دا مالومه نه ده چې د څومره مودې لپاره به وي.

د متحده ایالتونو او وسلوالو طالبانو ترمنځ لیدنې اول ځل وال سټریټ جورنال رسوا کړې.

وروسته د طالبانو اړوند دوو سرچینو بي بي سي ته دا لیدنې تایید کړې.

د طالبانو سرچینو بي بي سي ته وویل، چې د دې ډلې ځینې مسوولانو د قطر پلازمېنه دوحه کې د امریکا له یوې لوړپوړې ډيپلوماټې سره خبرې کړې دي.

هغوی دا ډيپلوماټه د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو مرستیاله الیس ولس وبلله او شوې خبرې یې هم "ډېرې مهمې" وبللې.

د دې سرچینو په خبره، د طالبانو مرکچي پلاوي مشري دوحه کې د دې ډلې د سیاسي دفتر مشر عباس ستانکزي کوله.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت هم منلې چې د دې وزارت د سوېلي او منځنۍ اسیا په چارو کې مشره الیس ولس دوه اونۍ وړاندې له دولتي چارواکو او د افغان سولې بهیر په تړاو د خبرو لپاره قطر ته تللې وه.

په ورته مهال واشنګټن له طالب چارواکو سره لیدنه نه تاییدوي او نه یې ردوي.

له طالبانو سره د امریکا خبرې

د انځور حقوق Reuters
Image caption وسلوال طالبان د اختر اوربند کې د کابل په ګډون سترو ښارونو ته لاړل.

له طالبانو سره د امریکايي چارواکو د لیدنو خبر له هغه وروسته خپور شو چې د ډونلډ ټرمپ حکومت خپلو ډیپلوماټانو ته وویل، له افغان وسلوالو سره نېغې خبرې وکړي.

وسلوال طالبان له کلونو کلونو رهیسې وايي، چې په افغانستان کې د سولې ټینګولو لپاره یوازې له امریکايي چارواکو سره خبرو ته چمتو دي.

له افغان چارواکو پرته له طالبانو سره د امریکا نېغو خبرو ته تیاری د واشنګټن د دې دریځ ښکاره بدلون دی چې ویل یې له دې ډلې سره نېغې خبرې نه کوي.

د ډونلډ ټرمپ په مشرۍ د امریکا حکومت د افغان جګړې پای ته رسېدل غواړي چې د امریکا په تاریخ کې تر ټولو اوږده جګړه بلل کېږي.

وروستی بدلون تېر کوچني اختر کې له درې ورځني اوربند وروست دی چې افغان حکومت او طالبان ورته ټوله موده کې ژمن پاتې شول.

افغان چارواکي له طالبانو سره په لوی اختر کې هم د ورته اوربند خبره کوي.

ورته مطالب