د پاکستان نوی حکومت له کومو ستونزو سره مخ کېږي؟

ر

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح،

"د عمران خان د حکومت لپاره لویه ننګونه ګډ اپوزیسیون دی"

د پاکستان له اوسنیو ټولټاکنو وروسته تحریک انصاف دعوه کوي چې پر پښتونخوا سربېره مرکز او د مسلم لیګ نواز ډلې په کور پنجاب صوبه کې هم حکومت جوړوي.

بي بي سي د پاکستان د ممکن لومړي وزیر عمران خان د کورنیو، بهرنیو او اقتصادي مسلو په تړاو د دغه هېواد د پخوانۍ بهرنیو چارو وزیرې حنا رباني کر، اقتصادپوهې او خبریالې حمیرا شاهد او شنونکې قطرینه حسین سره خبرې کړې دي.

بهرنۍ ننګونې

د عکس سرچینه، AFP

حنا رباني کر وايي، اوس چې د امریکا کومه څېره ده اوټول یې ویني، تر پخوانۍ ډېر توپیر لري.

"امریکا یوازې له پاکستان سره نه بلکې له ټولې نړۍ سره په ډېره مختلفه لار مخ ته ځي".

د هغې په خبره، په دغسې حالت کې دا د پاکستان په ګټه ده چې اړیکي یې له امریکا سره دوستانه وي.

نوموړې زیاتوي، د عمران خان حکومت ته پکار دي چې بهرنۍ پالیسي په مسوولیت سره پر مخ بوځي.

"نړۍ ته باید دا باور ور کړي چې یوازې پاکستان نه بلکې سیمه کې امن غواړي او په تېره افغانستان کې مثبت رول لوبوي او د هغه هیله لري".

د هغې په خبره، نوي حکومت ته پکار دي پاکستان نړۍ ته د ولسواک یا جمهوري ملک په توګه ور وپېژني او د دې هدف لپاره خپل ولس خوشال وساتي.

"که په سمه لار ځې او هغه څه کوې چې د پاکستان په ګټه وي، نړۍ هم پوهېږي او په دې وجه پر تا فشار نه اچوي".

هغې دا هم وویل، چې پاکستان ته سیمه او نړۍ کې درنښت ور کول پکار دي:

"زموږ ځینې مشرانو د پاکستان د عزت او درنښت د له منځه وړو هڅه وکړه، دا د دوی تېروتنه وه د هېواد او دولت نه وه".

اقتصادي ستونزې

د عکس سرچینه، AFP

د عکس تشریح،

اقتصاد پوهه حمیرا شاهد د چین پاکستان ګډه پروژه مهمه بولي او زیاتوي چې د پاکستان حکومت ته ښايي د ولس د ګټو لپاره یې وکاروي.

اقتصاد پوهه حمیرا شاهد وايي، پاکستان ډېر پوروړی دی او تر ټولو مهم ورته د قرض اداره کول او ورو ورو کمول دي.

نوموړې دا هم وايي، چې د عامه ادارو خصوصي کول او دوی ته داسې بودیجه برابرول پکار دي چې خپلواک ډول اداره شي.

هغه زیاتوي چې نړۍ کې بېکاري ډېره شوې او پاکستان کې هم ځوانانو ته کاروبار زیاتول پکار دي.

نوموړې په دې برخه کې د چین پاکستان ګډه پروژه مهمه بولي او زیاتوي چې د پاکستان حکومت ته ښايي د ولس د ګټو لپاره یې وکاروي.

نوموړې پاکستان کې د کورونو ستونزې ته په اشاره وايي، چې په دغه هېواد کې داسې سیاست روان دی چې یو کس ته په دریو نسلونو کې د خپل کور لرل ممکن دي.

دا له سود پرته د کور جوړول او ګام په ګام یې د پور ور کول وړاندیزوي او زیاتوي چې دا کار اروپا او هند کې هم کېږي.

دا زیاتوي چې بهر مېشتو پاکستانیو د عمران خان د هڅو لپاره بسپنه کوله اوس هم دوی د پاکستان د پرمختګ لپاره دې پیسو لېږلو ته تیار دي.

"که د دوی لپاره پالیسي جوړه شي او د بانک له لارې دا پیسې پاکستان ته راشي، نو په اونیو کې به ډېرې پیسې ترلاسه شي".

کورنۍ ننګونې

د عکس سرچینه، AFP

د عکس تشریح،

"د نوي حکومت ننګونه به دا وي چې اوس داعش د بلوچستان او پنجاب ځینې سیمو کې ښکاره شوی، خو پخواني حکومت پاکستان کې د داعش له شتوالي نټه کوله".

قطرینه حسین وایي، له ټاکنو مخکې بریدونو وښوده چې پوځ یومخ وسلوال له منځه نه دي وړي.

"د نوي حکومت ننګونه به دا وي چې اوس داعش د بلوچستان او پنجاب ځینې سیمو کې ښکاره شوی، خو پخواني حکومت پاکستان کې د داعش له شتوالي نټه کوله".

کله چې وپوښتل شوه، که تحریک انصاف پنجاب کې حکومت جوړ کړي، نو خپل پلانونه به پلي کړي؟

هغې ځواب کې وویل، چې دا به ورته لویه ننګونه وي، ځکه پیسو ته به اړتیا لري او د پوره کولو لپاره به د مالیې لوړولو ضرورت وي.

خو د هغې په خبره، د عمران خان د حکومت لپاره لویه ننګونه ګډ اپوزیسیون دی.