"پیسو نېکمرغه کړې وم"

افغانستان له جګړو او ویرونو داسې یوه پړاو ته راوتلی چې د ژوند هیلې په کې پيدا شوې دي. په دې لړ کې مېرمنو هم کار ته مخه کړې. له سیاست، اقتصاد او کلتور نیولې تر سوداګرۍ پورې ښځو دندې او کارونه پيل کړي.

ښځې له خپلو حقونو برخمنې شوې، ژوندونه یې ښه شوي، د خپلو کورنیو لاسنیوی یې کړی، پر ځان بسیا شوې او له خپل هوډ او پیاوړتیا په کارولو یې په ټولنه کې د بدلون راوستلو هڅه کړې.

جنسيت د پرمختگ مخه نه شي نيوی. ښځه پیاوړې ده، که وغواړي او هوډ وکړي هر څه کولی شي.

رویا حافظي یوه له هغه مېرمنو ده چې د مربا او ترشیو جوړولو شرکت یې جوړ کړی، خو خسرګنۍ او مېړه یې خوشحاله نه دي او غواړي چې هغه دا شرکت وتړي.

نوموړې وايي، له دې وړاندې چې دغه کار ته مخه کړي په بهرني موسسو کې یې دندې ترسره کړي او ښې تنخاوې یې اخیستې.

د هغې په وینا، اوس مهال یې مېړه او خسرګنۍ ځکه ترې خپه دې چې هغې خپله پاملرنه دوی ته کمه او خپلو بچو ته ډېره کړې وه.

کاروباري رویا حافظي مې د خوراکي توکو په یوه نندارتون کې ولیده، د ښځو په ژوندانه کې د پیسو په ارزښت ورسره وغږېدم.

راته یې کړل: "زه د اچار جوړولو شرکت لرم، کارکوونکې مې ښځې دي. دې ځای ته د رسېدو لپاره مې ډېرې ستونزې ګاللې او د پيسو د ارزښت په اړه ډېره ښه پوهېږم ځکه زه د همدې پیسو له امله د غره له لوړې څوکې لاندې غورځول شوې یم."

رویا یوې بې وزله کورنۍ ته واده شوې، چې وايي نیمه ورځ به یې ښوونځي کې درس ورکاوه او نیمه نوره ورځ به یې خیاطي کوله.

بیا د ملګرو ملتونو د چرګانو روزلو پروژه کې وګومارله شوه.

که څه هم لومړي سر کې یې خسرګنۍ خوشحاله وه، چې په دې کچه پیسې کور ته وروړي، دا هم خوښه وه چې د زرګونو بې وزله او بې دندې افغان مېرمنو پرتله نېکمرغه ده چې د سوال لاس یې چا ته نه دی اوږد کړی او پخپل لاس ګټلې روزي خوري.

دا وايي، د بې وزلۍ ژوند کې یې ګاللي کړاوونه د هېرېدو نه دي:

"ډېرې ستونزې مې ګاللي خورا زیار مې ایستلی. د سهار له ۸ د مازدیګر تر ۴ به په یوه دفتر او د مازدیګر له څلورو د شپې تر لسو په بل دفتر کې مې کار کاوه چې ژوند مو ښه شي او پر خپلو پښو ودرېږو، ټولو راسره مینه درلوده شاخوا مې ول خو اوس هېڅوک نشته او یوازې یم."

له هغې مې د هغې د یوازیتوب لامل وپوښته؟

"کله مې چې دوی ته منډې وهلې زیار مې ایسته نو ټول خوشحاله وو، د سترګو تور یې وم، خو چې عمر مې مخ په ډېرېدو شو او ماشومان مې وزیږېدل له ځان سره مې وویل، اوس باید د ځان او کورنۍ په اړه فکر وکړم همدا لامل و چې پیسې مې په دوی کمې او خپل ځان ته به مې سپمولي خو د دې کار پای مې دا شو چې هم مېړه او هم خسرګنۍ له ما لرې لاړ شي."

رویا له تېرو شاوخوا اتو میاشتو راهیسې له خپلو پنځو ماشومانو سره له خسرګنۍ لرې ژوند کوي.

Image caption رویا حافظي د اوو کارمنو ښځو مشري کوي

که څه هم په ځینو برخو کې افغان مېرمنو، په تېره بیا ښارونو او پلازمېنه کې د کاروبار زمینې برابرې شوې، خو لاهم په دې دودیز هېواد کې ښځې په ډاډه زړه هغسې چې غواړي، د ګټې وټې کارونه نه شي کولی.