"روزګان کې د لسګونو افغان پوځیانو مړي موندل شوي"

ارزګان د انځور حقوق Getty Images
Image caption طالبانو د تېرې شنبې پر ورځ پر چنارتو ولسوالۍ برید وکړ

د ارزګان د چنارتو ولسوال معلم فیض محمد وایي، افغان ځانګړو ځواکونو د هغو ګڼ شمېر افغان پوځیانو مړي موندلي چې درې ورځې وړاندې د وسلوالو طالبانو په یوه ډله ییز برید کې وژل شوي وو.

وسلوالو طالبانو د تېرې شنبې پر ورځ ناوخته د چنارتو ولسوالۍ پر یوه پوځ کوټ برید وکړ.

هغه مهال هم افغان پوځیانو ته د مرګ ژوبلې په اړه ضد او نقیض رپوټونه ترلاسه شوي وو.

د چنارتو ولسوالۍ د پولیسو مشر هغه مهال هم د شاوخوا څلوېښتو افغان سرتیرو د وژل کېدو خبره کوله.

خو د افغانستان دفاع وزارت دا راپورونه ردول.

خو د سه شنبې پر ورځ تر غرمې وروسته یادې ولسوالۍ ته افغان ځانګړي ځواکونه رسېدلي او هغه پوځ کوټ یې بېرته نیولی چې د طالبانو لاس ته لوېدلی و.

د چنارتو ولسوال معلم فیض محمد وایي افغان ځانګړو ځواکونو له دوو پوځي مرکزنو نه د نژدې ۴۰ پوځیانو مړي را ایستلي دي.

د ولسوال په خبره لا هم یو شمېر پوځیان تري تم دي او داسې رپوټونه یې ترلاسه کړي چې وسلوالو هغه شپږ پوځیان هم وژلي چې له ځان سره یې ژوندي بیولي وو.

ښاغلی فیض محمد وایي، دم ګړۍ ولسوالۍ کي وضعیت سم دی، خو که د وژل شویو پوځیانو پر ځای تازه ځواکونو چنارتو ته ونه رسېږي نو امنیتي ګواښونه به زیات شي.

د هغه په وینا، وسلوالو طالبانو ته هم په هوایي او ځمکنیو بریدونو کې درنه مرګ ژوبله ور اوښتې او دم ګړۍ یې سیمه پریښې ده.

ورته مطالب