نړیوال بانک: د افغان حکومت اقتصادي پالیسۍ مناسبې دي

افغانستان د انځور حقوق Getty Images
Image caption نړیوال بانک مسوولین، افغانستان کې اقتصادي وده په دغه هېواد کې د غوره ټاکنو په کېدو پورې غوټه بولي.

نړیوال بانک په خپل نوي شپږ میاشتني رپوټ کې ویلي، افغانستان کې د ناخالصو کورنیو تولیداتو کچه د تېرو دریو کلونو پر تله نژدې دوه برابره زیاته شوې ده.

رپوټ کې راغلي، دغه کچه په ۱۳۹۴ کال کې ۱،۵ سلنه وه، خو ۱۳۹۶کال کال کې ۲،۷ سلنې ته رسېدلې ده.

بل لور ته بانک چارواکي خبرداری ورکوي، چې کېدای شي د حکومت دغه لاسته راوړنې له خطر سره مخامخ شي.

دوی د نا امنیو ډېر والی،راروانې ټاکنې، وچکالي او پر کارو بار د باور کموالی د دغو لاسته راوړنو لپاره احتمالي خطرونه بولي.

د افغانستان لپاره د نړیوال بانک د څانګې مشر شوبهم چوهدري وایي، د اقتصادي ودې کچې پر ځای ساتلو لپاره باید افغان حکومت او نړیوال مرستدویان یې خلک د راتلونکي په اړه ډاډمن کړي .

تجارتي جګړه څه ده؟

" د ناټو وتل به اوسنى افغان اقتصاد زيانمن کړي "

په رپوټ کې د اقتصادي ودې لپاره د افغان حکومت اوسنۍ پالیسۍ مناسبې بلل شوې دي.

رپوټ کې ویل شوي، د تېر مالي کال اوږدو کې د افغان حکومت عواید ۱۲ اعشاریه درې سلنه وو او د لګښتي موادو انفلاسیون کچه یو اعشاریه درې وه.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د تېر مالي کال اوږدو کې د افغان حکومت عواید ۱۲ اعشاریه درې سلنه یاد شوي

بانک مسوولینو تمه ښوولې د ۱۳۹۷ مالي کال اوږدو کې هم دغه کچه پر ځای پاتې شي، البته نړیوال بانک مسوولین، افغانستان کې اقتصادي وده په دغه هېواد کې د غوره ټاکنو په کېدو پورې غوټه بولي.