افغانستان: مالګین سیند زرغونې کروندې شاړې کړې

افغانستان
Image caption ځايي چارواکي وايي، د نمک اب سیند غاړې کلکولو لپاره د خاورینو دیوالونو رغول غوره لار وه

د تخار مرکز تالقانو د شوراب او دهباش په څېر د ځینو سیمو اوسېدونکي وايي، اوبو کې د مالګې ګډېډ‌و پراخې کروندې او باغونه وچ کړي دي.

دې سیمو کې د نمک اب سیند ته د مالګې راښوېدو او کان ته د اوبو د لوری بدلېدو له امله اوبه مالګینې کېږي.

تېرکال د تاقچه خانې په نامه مالګې کان په سیمه کې د سیند دواړو غاړو دېوالونه ورغول شول چې د مالګې مخه ونیسي، خو دغه دېوالونه له بشپړېدو یوازې شپږ میاشتې وروسته ونړېدل.

په دغه ولایت کې د اوبو او برېښنا وزارت د پروژو پلي کولو ادارې چارواکي وايي، د نمک اب سیند غاړې کلکولو لپاره د خاورینو دیوالونو رغول غوره لار وه، ځکه په خبره یې د مالګې په کان باندې کانکریټي دیوالونه بې ګټې دي.

۵۰ کلن حاجي محمود په خپل بڼ کې د ورپاتې نیالګیو پالنې ته فکر وړی، ډېری نیالګي یې وچ شوي دي. دی وایی، دښمن یې مالګینې اوبه دي:

Image caption د سیمې اوسېدونکي له لرې واټنه د څښاک اوبه چلوي

" دغه باغ مې جوړ کړ چې ژوند مو ورسره ښه شي، اوس چې حاصل ته نژدې شوی، نه شو کولای په ټانکرونو اوبه ورته راوړو، نژدې ده، له منځه لاړ شي."

حاجي محمود د تالقانو په دهباش سیمه کې پر څلور جریبه ځمکه بڼ جوړ کړی. دی وايي، غواړي د وچو شویو نیالګیو پر ځای نوي نیالګي کېنوي. خو د خړبولو لپاره یې باید له مالګې پاکې اوبه ولري، چې ډېر لګښت غواړي.

په ګاونډي کلي شوراب کې هم کروندګر او باغ لرونکي له ورته ستونزو سره مخامخ دي.

پنجشېر کې د طبيعي بند ماتېدو ۵۰۰ کورونه زيانمن کړي

افغانستان له چین سره د کونړ پر سیند د برېښنا پروژه لاسلیک کړه

تور سعید د شولې وچې شوې کروندې پر پوله ګرځي، وايي یوې شیبې بې پامۍ يې د شولو څلور جریبه کرونده له منځه یوړه.

" ۵۰ جریبه ځمکه لرم، ۲۰ جریبه یې بوره ده، تاسو خپله وګورئ چې شولې وچې شوې دي، موږ ویالې ته ګورو چې که خوږې اوبه راشي، ځمکو ته یې پرېږدو او که اوبه مالګینې شوې مخ یې تړو، که رانه خطا شي کرونده وچوي."

یوازې کرکیله نه ده اغېزمنه شوې، بلکې ځايي اوسېدونکې خپله د خوږو اوبو لپاره اوږده مزلونه وهي.

د سیمې ماشومان هر سهار د خرو کتار جوړوي چې د فرخار له سینده کلي ته اوبه راوړي. په دوی کې یو هم ذکر الله دی، چې تشې ډبې یې په خورجین کې ورسره ایښې دي:

"اته بجې روانېږو او لس بجې د سیند غاړې ته رسېږو، له خرو ښکته کېږو او بوشکې له اوبو ډکوو، بېرته د کلي په لور حرکت کوو، ۱۲ بجې کور ته رسېږو، ماشومان اوبه نه شي راوړلی، له ښوونځي پاتې یو."

Image caption ځايي اوسېدونکي وايي، مالګینو اوبه یې کروندې شنډې کړې

خو ټول کلیوال له سینده اوبه نه شي راوړی. د ۴۵ کلنې نور بي بي کورنۍ د کلي په ډنډ کې زېرمه شوې اوبه کاروي:

" مالګینې اوبه څښم، ناروغه یم، د زړه ناروغي او لوړ فشار لرم، اوس درمل خورم، دغه اوبه جامې نه پاکوي، څلور پنځه وارې یې وینځم، سپین اوړي، خو نه پاکېږي."

د اید بچه، شوراب او موسی خواجه د کانالونو اوبه د نمک اب له سینده بېلېږي چې د قره ملا، ده باش، بادام دره او قزاق په ګډون د سیمې په ۱۷۶ کلیو کې، ۴۷ زره جریبه ځمکه خړوبوي.

دغه سیند د نمک اب لسوالۍ د تاقچه خانې د مالګې له کانه تېرېږي. خو کله چې د مالګې له غره راغلی خوړ وروښویږي او د سیند اوبه د کان په لور ورواوړي، مالګه ورسره ګډیږي، او لاندې د پرتو خلکو ژوند یې تریخ کړی دی.

ډاکټران وايي د مالګینو او ناپاکو اوبو د څښلو له امله، په دې سیمه کې د ستوني درد، لوړ فشار او د پښتورګو ناروغۍ ډېرې لیدل کېږي.

خلک د بې مالګې اوبو د تر لاسه کولو لپاره د سیند لوری بدلوي چې خپلې کروندې پرې خړوبې کړي، خو دا د لنډې مودې لپاره وي او تل د ډاډ وړ نه وي. تېر کال یې حکومت د اسیا پرمختیايي بانک په مالي مرسته د اوږدمهالي حل هڅه وکړه.

په تاقچه خانه سیمه کې د سیند پر غاړو د دېوالونو پر جوړولو نژدې ۶۰ میلیونه افغانۍ ولګېدې، خو دغه دېوالونه یوازې شپږ میاشتې وروسته ونړېدل.

په تخار ولایت کې د اوبو او برېښنا وزارت د پروژو پلي کولو ادارې مسوول انجنیر صدیق الله علم مني چې د سیند په غاړو کې د درول شويو استنادي دیوالونو ډېره برخه نړېدلې؛ خو وايي دغې پروژې ته بېلې شوې پیسې همدومره وې.

هغه وايي تجربې دوی ته ورښودلې چې د سیند په اوبو کې د مالګې د ورګډېدو د مخنیوي لپاره خټین دېوالونه ګټور دي.

"لاندې هم مالګه ده او د سیند دواړو غاړو په غرونو کې هم، په مالګه کې موږ نه شو کولی اساسي اډانه جوړه کړو، لاندې ګبیون، دواړو غاړو او د دویوالونو تر شا هم ګبیون وکارول شي چې درې څلور سوه متر مکعب اوبه په کې په اسانۍ تېرې شي."

ښاغلی علم وايي دمګړۍ د نمک اب د سیند اوبه مالګه نه لري، خو ډېرې کروندې پخوا په مالګینو اوبو خړوبې شوې دي، ښايي د څه وخت لپاره د حاصل ورکولو وړتیا ونه لري.

Image caption دشویو ارزونو له مخې د دغو سیمو تر ۱۴۰ مټره پورې د ځمکې لاندې اوبه هم مالګینې دي

د شویو ارزونو له مخې د دغو سیمو تر ۱۴۰ مټره پورې د ځمکې لاندې اوبه هم مالګینې دي، ځکه نو دلته څاګانې هم کار نه ورکوي.

د سیمې کروندګر او نور خلک وايي یوازې هغه وخت به د مالګې له دغه زیانه خلاص شي چې حکومت یا بهرني مرسته کوونکي نمک اب سیند ته د مالګې د ورګډیدو د مخنیو لپاره یو ډاډمن او اوږد مهال حل لار ومومي.

اړونده مطالب