"افغانستان کې د بچه بازۍ او انسان تښتونې پېښې کمې شوې"

. د انځور حقوق AFP
Image caption دغه سازمان باور لري چې د دغه پرمختګ لامل د حکومت له خوا جدي ګامونه، د خلکو پوهاوي کچې لوړېدل او د دیني عالمانو تبلیغ دی.

په افغانستان کې د کاناډا جګړې ماشومانو موسسې په وروستیو کې د افغانستان په اتو ولایتونو، تخار، بدخشان، کندز، بلخ، کابل، کندهار او لوګر کې څېړنې کړې او موندنې یې ښيي چې په افغانستان کې د انسانانو قاچاق، انسان تښتونې او بچه بازۍ پېښو کې کموالي راغلی.

ددغې موسسې غړي فرید رایید بي بي سي ته وویل د دغو چارو پر وړاندې د خلکو پوهاوی او د حکومت جدي ګامونه هیله بښونکي دي.

د افغانستان د بشري حقونو په کمېسیون کې د ماشومانو د ملاتړ برخې مشر نجیب الله ببرکزي په وینا په دې برخې کره شمېرې نه شته چې څه شمېر ماشومان تښتول، یا هم ځورول شوي دي خو تر ډېره زورواکان او سله وال له ماشومانو ناړه ګټه پورته کوي.

ښاغلې ببرکزی وایي، حکومت باید د زیانمنو شویو لپاره د خوندیتوب چارې په پام کې ونیسي چې وړاندې تر دې ډېرې کمزورې وې.

* د بچه بازۍ د مخنیوي قانون

* له بشري حقونو د افغان پوځ د سرغړونې رپوټونه

* افغانستان کې بچه بازي ډېره شوې ده

د عدلیې وزرات د بهرنیو اړیکو او انسانانو له قاچاق سره د مبارزې برخې مشر نایف ریاضت په وینا حکومت په وروستیو کې په دې برخه جدي ګامونه اوچت کړي دي.

د افغانستان د عدلیې وزارت شاوخوا درې میاشتې مخکې د افغانستان د جزا په نوي کوډ کې د بچه بازۍ په اړه لومړی ځل لپاره سخته جزا ټاکلې ده.

د ماشومانو ځورونې په اړه د افغانستان جزا کوډ قانون له مخې که څوک ماشوم د جنسي خوند په موخه وساتي لږترلږه په درې کاله بند محکومیږي.

دغه راز که څوک ماشوم ته د بچه بازۍ په موخه نڅا ور زده کوي په لږ تر لږه دوه کاله بند او که څوک ماشوم په زور په مجلسونو او ناستو کې ونڅوي تر درې کاله په زیات بند محکومېږي.

Image caption د جزا نوی قانون د جرمونو نوې بڼې لکه انټرنېټي جرمونه او بچه بازي هم رانغاړي.

بچه بازی په افغانستان کې اوږده مخینه لري.

په تېرو څو کلونو کې د بشري حقونو سازمانونو او فعالانو د څېړنو او راپورونو پر بنسټ څرګنده شوې چې ډېری زورواکانو، نامسووله وسله والو ډلو او ان په ځينو سيمو کې د افغانستان امنیتي ځواکونو د ناوړه جنسي اړیکو او جنسي ساعترۍ لپاره ماشومان ګومارل کېدل.

اوس د ماشومانو ساتنې بنسټونه وايي دا چې افغانستان په دې برخې کې له درېیمې درجې دویمې ته ټیټ شوی دی یعنې له بد حالت نسبتأ ښه ته اوچت شوی دا د ماشومانو د خوندیتوب لپاره یو ښه پرمختګ دی، خو چې دا حالت همداسې خوندي وساتل شي او په دې برخې کې نور مثبت ګامونه هم اوچت شي.

ورته مطالب