د څرخي پله سلګونه زندانیانو د نه خوړو اعتصاب کړی

افغانستان د انځور حقوق Getty Images
Image caption د افغانستان زندانونو ریاست مسوولینو هم تایید کړې، چې دغه زندانیان له تېرو دریو ورځو راهیسې خواړه نه خوري.

پلازمېنه کابل کې د څرخي پله زندان نژدې یو نیم زره زندانیانو د نه خوړو اعتصاب کړی دی. د افغانستان تر ټولو لوی زندان دغه اعتصاب کونکي بندیان وايي، د ولسشر د بښنې له فرمانونو بې برخي دي او د سزا کمولو فرمانونو کې هم پام نه ورته کېږي.

د افغانستان زندانونو ریاست مسوولینو هم تایید کړې، چې دغه زندانیان له تېرو دریو ورځو راهیسې خواړه نه خوري.

خو د ریاست چارواکي دا هم وايي، چې اعتصاب کوونکي د سختو جرمونو له کبله زنداني شوي دي او د غوښتنو پوره کول یې د دوی د ادارې له واکه بهر چاره ده.

د زندانونو ریاست ویاند عبادالله کریمي وایي، اعتصاب کونکي بندیان غواړي چی سزا یې کمه شي یا وبښل شي او یا له مرکزي زندانه د خپلو ولایتونو محبسونو ته ولېږدول شي، خو وایي په دې تړاو پرېکړه کول د دوی مسوولیت نه دی.

ښاغلي کریمي د اعتصاب کونکو هغه ادعاوې رد کړې، چې ګواکې زندان کې د خوړو کیفیت ښه نه دی، روغتیايي اسانتیاوې مناسبې نه دي او یا دا چې له بندیانو سره د زندان ساتونکو چلند مناسب نه دی.

فراه ولايت کې یو شمېر زندانيانو اعتصاب کړی

بګرام زندان، که د 'افغانستان ګوانتانامو'

هلته په هرات کې هم زندان چاروکي وایي، د دې ولایت ښځینه زندان کې ۲۰ ښځینه بندیانو تېرې دوې ورځې د اعتصاب حال کې تېرې کړې او د کابل اعتصاب کونکو بندیانو ته ورته غوښتنې یې درلودې.

چارواکي وايي، له اعتصاب کونکیو سره ژمنه شوې، چې غږ به یې تر ولسمشره ورسول شي او هغوی اعتصاب ختم کړی دی.