"له تسلیم شویو داعشیانو سره د هر جنګي جنایت حساب کېږي"

د انځور حقوق د درزاب ولسوال
Image caption افغان حکومت ته د داعش تسلیم شوي وسلوال

د امريکا د پوځ مرکزي قومندانۍ مشر جنرال جوزف ووټل وايي، سره له دې چې د جوزجان په درزاب کې د تسليم شويو داعش وسلوالو په لومړي سر کې تود هرکلى شوى، خو افغان حکومت اوس دوى ته د دغو وسلوالو په تړاو د پلټنو ډاډ ور کړى او ويلي یې دي چې دوى سره به د جنگي يرغملو په څېر چلند کېږي

په جوزجان کې د طالبانو او داعش د جګړې له امله تر ماتې وروسته د اګسټ په اوله تر دوه نیم سوو داعشیان حکومت ته تسلیم شول.

په دوی کې په شمال کې د دغې ډلې مشر مولوي حبیب الرحمن او مرستیال یې نعمت الله هم شامل دي.

* "د داعش برتانوي اورپکي پر ډیورنډ کرښه لیدل شوي"

* "د داعش وسله وال زندانیان او که د دولت درانه مېلمانه؟"

د ښاغلي ووټل په وينا افغان چارواکو منلې چې د دغو وسلوالو د تسليمۍ بهير مديريت په ډېره ښه توگه نه دى شوى.

جنرال ووټل د امريکا دفاع وزارت کې خبريالانو ته وويل، تسليم شوي داعش وسلوال اوس حکومتي توقيفځيو ته لېږدول شوي او ورسره به د هر هغه جنگي جنايت حساب وشي چې دوى ترسره کړی.

د ښاغلي ووټل دا څرگندونې په داسې مهال مخې ته راغلې چې د غو وسلوالو سره د حکومت د ظاهرا" نرم چلند په تړاو ځينې نيوکې وشوې.

"حکومت د داعشیانو د بښلو حق نه لري"

ر د انځور حقوق .
Image caption جوزف ووټل وايي، له تسليم شويو داعش وسلوالو سره به د هر هغه جنگي جنايت حساب وشي چې دوى کړي دي.

په لومړي سر کې د ځينو سيمه ييزو چارواکو له لوري تسليم شويو داعش وسلوالو ته د بښنې د شونتيا خبره شوې وه.

خو د افغانستان د انساني حقونو خپلواک کمېسون وویل، چې افغان حکومت د انساني حقونو تر پښو لاندې کوونکو د بښلو حق نه لري.

د دې کمېسون د مشرې په خبره، "خلک باید ډاډه شي چې څوک په جنګي او بشري جنایت تورن دي حکومت ته تل پنا نه وړي".

* "داعش افغانستان کې په سرخوږي بدلېږي"

* داعش په افغانستان کې څومره غښتلى دى؟

وروسته د افغانستان اجراييه رييس عبدالله عبدالله په گډون ځينو لوړ پوړو افغان چارواکو له لوري هم دا وینا رد شوه، چې ممکن تسلیم شوو داعشیانو ته بښنه وشي.

جنرال ووټل هم په خپلو څرگندونو کې ټينگار کړى چې دغو وسلوالو د ملکي وگړو مرگژوبلې ته له پام پرته د خلکو پر وړاندې ظالمانه جگړه روانه کړې وه.

دغه امريکايي جنرال وويل د داعش په تړاو د امريکا او افغان حکومت دريځ څرگند دى او هغه دا چې دا ډله بايد له منځه لاړه شي.

له داعش شکایتونه

د انځور حقوق .
Image caption د درزاب لسګونه اوسېدونکي چې له داعش شکایت کوي.

سیمه ېیزو چارواکو بي بي سي ته ویلي، د داعش ډلې په تړاو نژدې درې سوه لیکلي او ګړني(شفاهي) شکایتونه د والي له دفتر سره ثبت شوي دي.

د درزاب بې ځايه شويو وگړو پر دغې ډلې د زبرزنا او وژنو په گډون د بېلابېلو جنايتونو تورونه پورې کړي دي.

تېره اوونۍ له طالبانو سره له سختو نښتو وروسته د داعش شاوخوا ۲۵۰ غړي د جوزجان په درزاب ولسوالۍ کې افغان امنیتي ځواکونو ته تسلیم شول.

د جوزجان والي وايي، چې دا تسلیم شوي کسان یې ملي امنیت ته سپارلي او ځینې هم کابل ته لېږدول شوي دي.

د جوزجان درزاب ولسوالي د افغانستان شمال کې د داعش مرکز بلل کېده، خو له نږدې میاشتې راهیسې د دې ډلې او طالبانو ترمنځ جګړه روانه وه.

وسلوال طالبان وايي، په جوزجان کې یې دا ډله یو مخ ماته کړې ده.

ځايي چارواکي هم په دې باور دي چې اوس دا ډله په سیمه کې له منځه تللې ده.

ورته مطالب