د افغانستان هوایی حریم په نوي رادار سېستم وپوښل شو

د انځور حقوق @hchakhansuri
Image caption ولسمشر غني د کابل هوايي ډګر کې د رادار نوی سیستم هم پرانیست.

د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ وايي، د ۱۳۷۱ کال وري له میاشتې تر اوسه د افغانستان هوايي حریم د بهرنیانو له خوا مهارېده، خو اوس د ټول هېواد هوایي حریم په یو نوي او پر مختللي رادار سېستم وپوښل شو او د دې نظام د چلولو چارې هم په بشپړه توګه افغانانو په لاس کې واخیستې.

ولسمشر غني د پنجشنبې په سهار( د اګسټ ۹) د کابل هوايي ډګر کې د رادار نوی سیستم هم پرانیست.

د ولسمشرۍ ماڼۍ ویاند هارون چخانسوري پر خپل ټویټر پاڼه ځینې انځورونه خپاره کړي، چې ولسمشر محمد اشرف غني او ځینې نور افغان چارواکي کابل کې د حامد کرزي پر نړیوال هوايي ډګر د نوي رادار نصبېدو پرانیستو ته ورغلي.

ښاغلي چخانسوري لیکلي: "نه خوب او نه خیال دی، نه هم جنون بلکې واقعیت دي. د ۱۳۷۱ کال له وري میاشتې وروسته، لومړی ځل د افغانستان فضايي کنټرول د افغانانو په واک کې ورکړل شوی."

د افغانستان هوایي چلند ادارې مشر محمود شاه حبیبي بي بي سي ته وویل، د هېواد په ۳۶ برخو کې د رادار نوی سیستم نصب شوی، چې په وینا یې د افغانستان ټول هوايي حریم پرې کنټرولوي:

"هره هغه الوتکه چې د افغانستان له فضا تېرېږي او یا افغانستان کې د ننه پورته کېږي او یا کېني، د همدې سیستم له لارې کنټرولېږي."

د افغانستان نوي رادار سیستم ځانګړنې څه دي؟

ښاغلي حبیبي وویل، په پیل کې د دغه نوي رادار سیستم لګښت درې میلیون ډالر و، چې هر کال به دد غه سیستم د څار او ساتنې لپاره شاوخوا لس میلیون ډالر لګول کېږي.

سرچینه وايي، وړاندې د دغه سیستم د کنټرول چارې بهرنیانو مخته وړلې، چې اوس روزل شویو افغانانو ته سپارل شوې دي.

د تېر ۲۰۱۷ کال اګسټ میاشت کې د افغانستان د نوي رادار لګولو تړون له یوه جرمن شرکت سره لاسلیک شوی و، چې شپږ میاشتې وروسته دغه سیستم فعال شو.

د افغانستان نوي رادار سیستم ځانګړنې څه دي؟

د دغه سیسټم پر ساتنې او چلولو به هر کال څه باندې لس میلیون ډالره لګښت راځي.

د رادار د ساتنې او خوندیتوب دغه نوی سیستم M-LAT نومېږي چې په فعالېدو سره به یې د الوتنو خوندیتوب زیات او الوتکې به تر ۲۹ زرو فوټو لوړ الوت کولی شي.

د رسمي شمېرو له مخې، هره ورځ د افغانستان له فضا له ۳۰۰ تر ۴۰۰ الوتکې تېرېږي چې له هرې یوې یې ۵۰۰ ډالره مالیه اخیستل کېده، خو د نوي سیستم په فعالېدو به یې مالیه ۷۰۰ ډالرو ته لوړه شي.

دا سیستم د افغانستان په ځینو برخو کې په پرمختللې ټکنالوژۍ جوړې پوځي الوتکې نه شي لیدلی.

د هوایي چلند اداره وايي، ددغه سیستم په مټ دوی کولای شي تر ۴۵ زره فوټه لوړه الوتکه وویني، ځکه چې د افغانستان ټول فضايي حریم د دغه رادار سیستم کې داخل شوی او فضا د پخوا په څېر خوندي شوې ده.

سرچینه وايي، وړاندې به کله چې د افغانستان فضايي حریم ته دوې الوتکې ننوتلې، باید ترمنځ یې پاموړ واټن نیولی وای.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption افغان چارواکي وايي، په پخواني رادار فضايي حریم کنټرول ناشونی و.

ښاغلی حبیبي وايي، مخکې د افغانستان په فضايي حریم کې الوتکو ته تر نهو زره فیټه لوړې الوتنې ته اجازه نه ورکول کېده، چې اوس تر ۳۶ زره فوټه لوړې الوتنې کولی شي.

دی وايي، ددغه رادار په مټ اوس له ختیځ لوېدیځ ته، په ټېره بیا د منځني ختیځ له خوا الوتنې مستقیماً خپل هدف ته د افغانستان د هوايي حریم له لارې تېرېدا شي، چې وړاندې به دغه الوتنې د چین او پاکستان له هوايي حریمه تېرېدې.

د ویلو ده، چې د افغانستان فضايي حریم ته ځینې پوځي الوتکې، چې په لوړه ټکنالوژۍ جوړې شوې، د هېواد په ځینو سیمو کې ددغه رادار له څاره ځان پټولی شي.

ورته مطالب