افغان چارواکي ادعا کوي، طالبان یې له غزني ښاره په شا تمبولي

ر د انځور حقوق PAJHWOK
Image caption غزني کې له ځینې حکومتي ادارو اور پورته کېږي.

د بي بي سي خبریال محفوظ زبیدي غزني ښار کې د عامې روغتیا رییس ظاهرشاه نیکمل له قوله وايي، ځايي روغتونونو ته ۱۶ مړي لېږدول شوي دي.

د نیکمل په خبره دغه کسان په ښار کې د وسله والو طالبانو او افغان امنیتي ځواکونو تر منځ نښتو کې وژل شوي، چې د ده په وینا ډېر یې امنیتي کسان دي.

د نوموړي په خبره نژدې ۴۰ ټپيان هم روغتونونو ته لېږدول شوي دي. بل لور ته د افغانستان دفاع وزارت ویاند محمد رادمنش بي بي سي ته وویل، امینتي ځواکونو اوس وسله وال طالبان له ښاره په شا تمبولي دي.

ښاغلی رادمنش ادعا کوي، چې تر ۱۵۰ پورې وسله وال یا وژل شوي او یا هم ټپیان شوي دي. نوموړی دغه راز مني، چې افغان امینتي ځواکونو ته هم زیان اوښتی دی، خو شمېرې یې یادې نه کړې.

غزني کې توغندیو د دفاع وزیر غونډه ګډه وډه کړه

غزني؛ چارواکو له خلکو وغوښتل چې طالبانو ته مالیه ور نه کړي

نا معلومو کسانو غزني کې زیارت په بمونو ویجاړ کړی

وسله والو طالبانو تېره شپه پر غزني ښار له بېلا بېلو لوریو بریدونه پیل کړل، چې د نن ورځې تر نیمايي پورې یې دوام وکړ.

وسله وال تر څو ساعتونو پورې د ښار په ځینې برخو کې موجود وو او یو شمېر دولتي ودانیو ته یې اور ورته کړ.

وروسته د افغانستان دفاع وزارت چارواکو ادعا وکړه، چې بریدګر یې له ښاره بهر کړي دي او وسله والو طالبانو ته درانه زیانونه اوښتي دي.

افغان چارواکي ادعا کوي، د پکتیکا، زابل او میدان وردګ ولایتونو طالبانو پر غزني برید ته لاس یو کړی وو.

د ورځې اوږدو کې د کابل کندهار لویه لار چې له غزني تېرېږي، د ترافیکو پر مخ تړلې وه او له غرمې وروسته په غزني کې مخابراتي شبکو هم فعالیت نه کاوه.

له دې مخکې افغانستان کې د ناټو ځواکونو ویاند بي بي سي ته ومنله چې وسلوالو طالبانو د غزني پر ښار له مختلفو لورو بریدونه کړي دي.

د تورنجنرال ډونل مارټین په وینا، افغان ملي دفاعي ځواکونه ټول حکومتي مرکزونه په واک کې لري. د هغه په خبره، امریکايي ځواکونو هوایي عملیات پیل کړي چې د وسلوالو طالبانو دا برید په شا وتمبوي.

وسلوالو طالبانو په یوه اعلامیه کې ادعا وکړه چې ښار کې یې ډېرې سیمې نیولې او دولتي ځواکونو ته یې هم مرګ ژوبله اړولې ده.

ز
Image caption رپوټونه وايي، چې غزني کې ولس ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده.

د غزني والي ویاند عارف نوري د ورځې پیل کې وویل، وسلوال ښار کې یوه مارکېټ ته ننوتي او پر امنیې قومندانۍ ډزې کوي.

نوموړي د بي بي سي خبریال محفوظ ذبیدي ته وویل، چې امنیتي ځواکونو وسلوال د ښار له مرکز شاتګ ته اړ کړي دي.

نوموړی هغه مهال دا هم ویل، اته ولسي وګړي ټپیان شوي دي او دوه کورونه د وسلوالو د هاوان ګولیو له امله وران شوي:

"ولس ته ډېر مالي او ځاني زیان اوښتی دی".

الوتکه غورځېدل

داسې رپوټونه هم وو، چې غزني پي ارټي سره نږدې د پولیسو له قطعې اور پورته کېږي او داسې ویل کېږي چې هلته وسلوال ننوتلي دي.

Image caption چارواکي وايي، وسله وال له ښاره بهر ته تمبول شوي دي

د ورځې لومړیو کې یوه امنیتي کس د نوم نه یادوولو په شرط بي بي سی ته ویلي چې ښار کې ځینې پوستې د وسلوالو طالبانو لاس ته ورغلې دي.

غزني کې د بي بي سي خبریال وايي، ښار ته څېرمه روضه سيمه کې يوه الوتکه لويدلې خو د تلفاتو اندازه یې نه ده مالومه. د الوتکې د لويدو لامل يي هم مالوم نه دی ښايي ويشتل شوې وي.

ورته مطالب