کندهار کې نری رنځ
په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

کندهار کې نری رنځ

د روغتیا نړیوال سازمان د شمېرو له مخې افغانستان کې هر کال ۶۰ زره کسان په نری رنځ اخته کېږي، چي ۱۳ زره یې روغتیایې اسانتیاو ته د لاسرسي نه لرلو له امله مري. کندهار د افغانستان هغو لسو ولایتونو کې دی، چې د نري رنځ پېښې په کي زیاتې او تېر یو کال په کې د دغې ناروغۍ له ۲۶۰۰ ډېرې مثبتې پېښې ثبت شوې دي. ميډيسان سان فراڼټيېرز يا د بې پولو ډاکټرانو ټولنه وایې دغو شمېرو ته په کتو یې په کندهار کې د نري رنځ د سختې بڼې ناروغانو د درملني تر څنګ دغه ولایت کې د عادي نري رنځ د درملنې د پیاوړتیا لپاره هم کار پیل کړی دی.