پر ايران بنديزونه او افغان سوداګري

پر ايران بنديزونه او افغان سوداګري

پر تهران د امریکا له تازه بندیزونو وروسته ګڼ شمېر افغان کارګر له ایرانه افغانستان ته ستانه شوې دي. دا کارګر وايي، ځکه یې افغانستان ته مخه کړې چې د ایراني پیسو ارزښت په کمساري ډول را لوېدلی دی. بل خوا هغه افغان پانګوال چې له ایران سره سوداګري کوي، وايي د دوی کاروبار ته هم زیان رسېدلی.

د افغانستان او ایران ترمنځ کلنۍ سوداګري د کال یو میلیارد ډالرو ته رسېږي.