سره صلیب کمېټې ته د طالبانو خبرداری

. د انځور حقوق Getty Images
Image caption طالبانو په څرخي پله زندان کې د زندانیانو د نه خوړو اعتصاب ته په اشارې د سره صلیب پر بې تفاوتۍ نیوکه کړې ده

طالبانو په خپره کړې اعلامیه کې د څرخي پله د زندانیانو د اعتصاب په اړوند د سره صلیب پر بې ' تفاوتۍ' نیوکه کړې ده.

په یاده اعلامیه کې راغلي، د زندانیانو له بشري حقونو ملاتړ د سره صلیب له دندو ده چې هېڅ پاملرنه نه ده ور ته شوې.

طالبانو په څرخي پله زندان کې د زندانیانو وروستي څو ورځني لوږتړ (خوراکي اعتصاب) ته اشاره کړې او د سره صلیب نړیوالې کمېټې پر نه پاملرنې یې نیوکه کړې ده.

طالبانو ویلي، له سره صلیب سره یې امنیتي ژمنه لغوه کړې او نور د هغوی د ځان او مال د امنیت ضمانت نه کوي.

د سره صلیب کمېټې ویلي، دوی له طالبانو سره په اړیکه دي چې روان وضعیت ته د حل لار ومومي او خپلو بشري مرستو ته دوام ور کړای شي.

په څرخي پله زندان کې له څه باندې یوې اونۍ راهیسې زرګونو زندانیانو لوږتړ کړی دی.

* سور صلیب د افغانستان شمال کې خپلې چارې وځنډولې

* پلچرخي زندان کې د "۳۰۰۰" زندانیانو اعتصاب له اونۍ واوښت

* څرخي پله زندان کې ۲۳۰ کسان په دماغي تبرکلوز اخته دي

د افغانستان د زندانونو ریاست ویاند عبادالله کریمي تېره ورځ بي بي سي ته وویل، د لوږتړکوونکو شمېر د ۳ او ۴ زرو ترمنځ دی.

نوموړي وویل، د زندانیانو غوښتنې د قانون خلاف دي او د دغه لوږتړ د ختمولو په پار د چارواکو هڅې روانې دي.

د بند په موده کې تخفیف، د اعدام سزا په اوږد مهاله بند اړول او اړوندو ولایتونو ته د زندانیانو استول د اعتصاب کوونکو له غوښتنو دي.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د څرخي پله زندان د افغانستان تر ټولو لوی زندان دی چې تر ۱۰ زرو ډېر زندانیان پکې ساتل کېږي

د سره صلیب نړیواله کمېټه له ۱۵۰ کالو نړیوال فعالیت کوي چې په افغانستان کې یې له فعالیت څخه ۳۰ کلونه اوړي.

دغه بنسټ په ۱۷ ولایتونو کې فعالیت کوي.

په افغانستان کې له زندانیانو سره مرسته، د معلولانو ځواکمنول، د جنګ له قربانیانو سره روغتيايي مرستې، د خوراکي او ناخوراکي توکو وېشنه، د داخلي بې ځایه شويو لاسنیوی او د څښاک د اوبو رسول له اصلي فعالیتونو دي.

ورته مطالب