کابل کې د ملي امنیت پر روزنیز مرکز برید پای ته ورسېد

ر د انځور حقوق Getty Images
Image caption ارشیف انځور: له دې پېښې مخکې هم په دغه سیمه کې بریدونه شوي دي.

د کابل امنیه قومنداني وايي، د ملي امنیت پر روزنیز مرکز برید د دوو بریدګرو په وژنې سره پای ته ورسېد.

د کابل ښار شمال لوېدیځ ته د پنځمې امنیتي حوزې اړوند وزیر کلا سیمه کې بریدګر ځايي وخت لس بجې یوې نیم کاره ودانۍ ته ننوتل او له هغه ځای یې پر دغه روزنیز مرکز ډزې کولې.

کابل: پر خصوصي ښوونځي ځانمرکی برید، ۳۴ کسان وژل شوي

د کابل برید: د خواخوږۍ لپاره د پاریس ایفل ټاور څراغونه مړه شول

د کابل د امنیه قومندانۍ ویاند حشمت الله ستانکزي بي بي سي ته وویل، چې له نږدې شپږ ساعته نښتې وروسته دغه برید پای ته رسېدلی.

"په دغه برید کې امنیتي ځواکونو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې".

امنیتي ځواکونو اول ویل چې دریو بریدګرو دغه برید کړی دی، خو اوس وايي، چې د دوو بریدګرو په وژنې سره برید پای ته رسېدلی دی.

د انځور حقوق Reuters
Image caption چارواکي وايي، سملاسي امنیتي ځواکونه سیمې ته ورسېدل.

د ملي امنیت دغه روزنیز مرکز قمبر څلور لارې ته نږدې دی.

دې مرکز ته نږدې د مارشال فهیم پوځي پوهنتون هم پروت دی.

له دې مخکې هم په دغه سیمه کې څو بریدونه شوي دي.

تراوسه د دې برید مسوولیت چا نه دی منلی.

تېره ورځ هم کابل کې د کانکور تیاري لپاره پر یوه روزنیز مرکز د برید له امله تر ۳۴ کسان ووژل او ۵۶ نور ټپیان شول.

د پروني برید مسوولیت د اسلامي دولت په نوم داعش وسلوالې ډلې منلی دی.

ورته مطالب