افغانستان کې د اوبو کمښت؛ د نن اندېښنه که د سبا ناورین؟

د انځور حقوق .
Image caption پاکستان پر کابل سیند بندونه جوړېدل د ځان په تاوان بولي.

د ځمکې د وګړو شمېر چې اوس مهال ۷،۶ میلیاردو ته رسیږي او هره شېبه په ډېرېدو دی، د نړۍ پر هوا، خوراکي توکو او طبیعي زېرمو اغېز کوي.

اوبه د بشر مهمه اړتیا ده، خو ورځ تر بلې په کمېدو دي.

* د آمو بهاند سیند، څنګ ته یې د اندخوی تږي وګړي

* د اوبو لانجه: هلمند کې د ایران پر ضد لاریون شوی

د نړۍ نژدې هر هېواد کې د ځمکې لاندې اوبو کچه په لوېدو ده.

د اقلیم بدلون او د وګړو چټکه ډېرېدنه به بشر د اوبو له پلوه له سخت کړاو سره مخامخ کړي.

د اوبو پر سر کړکېچونه

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د ایران ولسمشر تېر کال یوه کانفرنس کې له افغان بندونو اندېښنه وښوده.

په منځني ختیځ، شمالي افریقا، سویلي اسیا او سویلي امریکا کې د ګاونډیو هېوادونو ترمنځ د اوبو پر وېش سیاسي کړکېچونه هم زېږېدلي.

په دې وروستیو کې افغانستان هم د ګاونډیو تر نیوکو لاندې راغلی.

د افغانستان اوسنی حکومت اوبه د هېواد شتمني او حیثیت بولي.

* د هلمند کجکي برېښنا بند

* له ګاونډیانو سره د اوبو پر سر د افغانستان زیاتېدونکی کړکېچ

په ګاونډ کې ایران او پاکستان چې تر اوسه بې حسابه اوبه له افغانستانه تر لاسه کوي په افغانستان کې د اوبو پر بندونو او زیربناوو خوښ نه دي.

د ایران ولسمشر روحاني تېر کال په تهران کې د اوبو په نړیواله غونډه کې ویلي وو:

"افغانستان چې سلما، کمال خان او نور بندونه جوړوي موږ په ارامه نشو کیناستی".

د افغانستان اوبه

د انځور حقوق ARG
Image caption اشرف غني وايي، که افغان اوبه سمې مدېریت شي افغانستان په صادراتي هېواد بدلېږي.

د افغانستان د رودونو اوبه په اوسط ډول په کال کې ۵۷ میلیارده متر مکعبو ته رسیږي.

د افغان کډوالو لپاره د ډنمارک مرستندویه کمېټې ډاکار DACAAR د رپورټ له مخې د دې اوبو ۴۷ سلنه پرته له دې چې په افغانستان کې وکارول شي له هېواده بهر ځي.

افغانستان د اندوس Indusاوبو زېرمې یوه مهمه برخه ده.

د اوبو دومره زېرمې د نړۍ په ډېرو هېوادونو کې نشته.

افغانستان د اوبو پنځه حوزې لري.

د انځور حقوق .
Image caption د ایران پلازمېنه کې د اوبو د سپما لپاره پر چمن کرلو بندیز ولګېد.
  1. د امو سین حوزه چې د پامېر له غرونو پیلیږي، د پنج، کوکچه او کندوز سیندونو جوړه شوې. امو سین ۱۸۰۰ کیلومتره اوږد دی او د تاجکستان، ازبکستان او ترکمنستان سره پر پوله بهیږي. دا حوزه په کال کې ۲۲ میلیارد متر مکعبه اوبه لري.
  2. د کابل حوزه چې په کال کې نژدې ۲۱ میلیارد مترمکعبه اوبه لري د ګومل، مارګو، کابل، پنجشېر او کونړ سیندونه جوړېږي.
  3. د هلمند حوزه ۹ میلیارد متر مکعبه اوبه لري. دا حوزه د فراه رود، ادرسکن رود، خسپاس رود، خاشرود، کاج رود، د غزني رود، د کجکي بند، د موسی قلعې رود، او ارغنداب رود مجموعه ده. یوازې د هلمند د حوزې اوبه د اوبو نړیوال قانون سره سم د افغانستان د پخواني لومړي وزیر محمد موسی شفیق د صدارت په موده کې د ایران سره په حقوقي تړون کې راغلي. د دې تړون له مخې افغانستان اړ دی چې په ساعت کې ۲۶ متر مکعبه اوبه ایران ته ورکړي. پاتې اوبه باید په افغانستان کې وکارول شي.
  4. د هریرود یا مرغاب حوزه ۳ میلیارد متر مکعبه اوبه لري. د مرغاب، کشک رود او هریرود دا حوزه جوړوي.
  5. د شمال حوزه چې د بلخ، جوزجان، سرپل او فاریاب ولایتونو کې پرته ده نژدې ۲ میلیارد متر مکعبه اوبه لري. دا یوازینۍ حوزه ده چې بشپړې اوبه یې په افغانستان کې د ننه کارول کیږي.

د سین غاړه او سپېره ډاګونه

Image caption کچکي برېښنا بند.

په افغانستان کې ۸ میلیونه هکتاره ځمکه د کرنې وړ ده چې د خاورې ۱۲ سلنه برخه ده.

د سردار داود خان د واکمنۍ پرمهال درې میلیون هکتاره ځمکه کرل کېده.

له جګړو او نا امنیو وروسته په ورستۍ یوه نیمه لسیزه کې اوس مهال دوه نیم میلیونه هکتاره ځمکه خړوبیږي.

* د افغانستان ٪۷۰ اوبه بهر ته بهېږي

* افغانستان: مالګین سیند زرغونې کروندې شاړې کړې

که څه هم د کرنې لپاره له اړتیا زیاتې اوبه په سیندونو کې بهیږي، خو د افغانستان په ډېری سیمو کې د سین پر غاړه سپېره ډاګونه پراته دي.

بدخشان، تخار، کندوز، بلخ، جوزجان، بامیان، سرپل، پنجشېر، کنړ، لوګر، بادغیس، غور، فراه، او تر ډېره کندهار او هلمند کې د سین له اوبو بشپړه ګټه نه اخیستل کیږي.

تر اوسه دولت او ولس په دې نه دی توانېدلی چې د سین اوبه ځمکو ته پورته کړي او کرنې ته پراختیا ورکړي.

د ځمکې لاندې اوبه

د انځور حقوق Reuters
Image caption د هند لومړي وزیر د ۲۰۱۶ کال نومبر کې وویل، چې له پاکستان به خپلې څاڅکی څاڅکی اوبه هم وګرځوي.

د افغانستان ټوله کرنیزه ځمکه د سیندونو له اوبو خړوبېدی شي، په دې شرط چې کار پرې وشي.

د ځمکې لاندې اوبه د ارډ، قنات او کارېز له لارې له پېړیو را په دې خوا کروندو ته کارول کیږي.

د ډاکار موسسې د سروې پر بنسټ پرله پسې وچکالۍ د افغانستان ۸۵ سلنه کارېزونه او چینې وچې کړې.

* "مريخ کې د اوبو جهیل موندل شوی"

* مودي: پاکستان ته تلونکې خپلې څاڅکی څاڅکی اوبه هم بندوو

په تېرو دوه لسیزو کې خلکو د څښاک او کروندو لپاره ژورې څاوې کېندلي.

د ځمکې لاندې اوبو کچه ورځ تر بلې په لوېدو ده.

په ښارونو کې د ځمکې لاندې اوبو کچه په منځني ډول ۱۴ متره کښته تللې.

د کابل په ځینو سیمو کې د اوبو کچه تر ۳۰ متره هم ټیټه شوې.

د خلکو بې غوري

Image caption اوبو پسې روان خلک.

د ښار مېشته وګړو زیاتوالی، د خپل سر ژورو څاګانو کېندنه، او د اوبو بې ځایه کارونه هغه لاملونه دي چې د اوبو د کمښت نننۍ اندېښنه د سبا ورځې د اوبو په ناورین بدلولی شي.

په لویو ښارونو کې د اوبو ضایعاتو ته خلک پام نه کوي.

د ودانیو د اوبو ټانکۍ چې کله ډکې شي اوبه پر سړک روانې وي.

په کورونو کې د ننه د اوبو له ورانو نلکو په ورځو ورځو اوبه بهیږي.

* افغانستان د اوبو د لویو بندونو د نړیوال کمیسیون غړی شو

* ولسمشر غني: ګاونډیان دې د بندونو له جوړېدو نه اندېښمنېږي

په ډېرو هېوادونو کې د اوبو هر څاڅکی ارزښت لري.

په اروپا او حتی په ګاونډ ایران کې د اوبو پېپ په کارونه بندیز لګول شوی.

خو د افغانستان په ښارونو کې خلک نه یوازې د کور باغچې اوبوي، د کور د ننه او بهر سېمټي لارې پرې مينځي.

د دولت هغه کمپاین چې څوک یې نه ویني

ر د انځور حقوق Getty Images
Image caption کابل سیند چي یو وخت څپاند بهېده اوس نالۍ ته ورته دی.

د افغانستان د اوبو او برېښنا وزارت، د چاپېریال ساتنې اداره او د آبرسانۍ ریاست د اوبو کارونې د پوهاوي ګډ کمپاین پیل شوی خو تر اوسه چا نه دی لیدلی.

د اوبو او برېښنا وزارت وایي په کابل کې د ځمکې لاندې اوبه باید وسپمول شي او پرځای یې د بندونو اوبه وکارول شي.

د دې وزارت مرستیال وزیر ښاغلی داود قاضي زاده په وینا د کابل په شمال کې د شا وعروس بند او د ښار په سویل کې د شاتوت بند به د کابل ښاریانو د اوبو اړتیا ته ځانګړي شي.

لومړی بند که څه هم جوړ دی خو د شاتوت بند چې د هندوستان او نړیوال بانک په مالي مرسته جوړیږي تر راتلونکو پنځو کلنو به چمتو نشي.

ښاغلي قاضي زاده بي بي سي ته وویل (د اوبو مدیریت د یوې ودانۍ جوړولو په شان نه دی. یوازې د بندونو جوړول له دریو نه تر پنځه الی اوو کلنو پورې وخت غواړي.)

ښاغلی قاضي زاده په دې باور دی چې په تېرو شپاړلسو کلنو کې دولت د اوبو د مطالعاتو او ظرفیت جوړولو لپاره پوټلي ګامونه نه دي اخیستي.

مسلکي کارکوونکي؟

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د افغانستان طبیعي جوړښت هم د برېښنا بندونو جوړولو ته برابر دی.

د اوبو د بندونو د جوړیدو لپاره افغانستان د مالي سرچینو تر څنګ مسلکي کارکوونکو ته هم اړتیا لري.

امریکا د کجکي بند، روسانو د نغلو بند او هندیانو د سلما بندونه جوړ کړي.

همدا ډول د نورو بندونو د جوړېدو ژمنې هم شوې خو تر اوسه یې چارې نه دي پیل شوې.

د کونړ په سین کې دری ځایونه د بندونو جوړېدو ته په نښه شوي وو چې کار یې هندیانو په غاړه اخیستی و.

د پلان له مخې باید څو کاله وړاندې کار پرې پیل شوی وای او اوس مهال یې باید برېښنا خلکو ته رسولې وای.

د ځایي خلکو په وینا له سروې وروسته بیا څوک نه دي ورغلي.

د اوبو مدیریت یوازې د مسلکي کسانو نشتوالي نه دی ننګولی.

جیالوجیست حلیم عبدالرحمیز- چې د اوبو په اړه یې کتابونه لیکلي او په سینمارونو کې ویناوې اورولې- په باور د اوبو چارې مشري باید ولسمشر پخپله په غاړه واخلي. او څرنګه یې چې ژمنه کړې وه دا ملي حیثیت باید وژغوري.

ښاغلي عبدالرحمیزی وایي (د امو سین په ساعت کې یو متر مربع ځمکه له منځه وړي.)

د دې ستونزې مخنیوي ته بهرني انجنیریان نه دي په کار او نه هم بهرنیو مرستو ته اړتیا ده.

خو زړه سوانده چارواکي او ښه مشري ورته ضرور ده.