د کابل غبرګوني ځوانیمرګ

د کابل غبرګوني ځوانیمرګ

افغانستان کې جګړې د درد او غم پېښې خورا ډېرې کړې دي. يوه یې د فرزانې او عطا الله کيسه ده، هغه غبرګوني خور او ورور وو چې دوه ورځې مخکي د کابل لوېديځ یوه ښوونيز مرکز کې د داعش د ځانمرګي برید کې ووژل شول. دې برید کې شاوخوا څلوېښت کسان ووژل او اوه شپېته نور ټپیان شول. د فرزانې او عطا لله کورنۍ له جګړه ځپلي غزني له غټو ارمانونو سره کابل ته تللي وو. دوی دواړو غوښتل کابل پوهنتون ته بریالي شي. نورګل شفق يې د کورنۍ د غم په اړه دا راپور رالېږلی دی.