طالب استازو 'له اندونیزیايي چارواکو سره خبرې کړې'
دا نږدې یوه اونۍ کې دوو هېوادونو ته د وسلوالو طالبانو د سیاسي دفتر د پلاوي سفر دی.
وسلوال طالبان وايي، د دې ډلې یوه پلاوي تېره اونۍ اندونیزیا ته تلیی او د دغه هېواد له چارواکو سره یې لیدلي دي.
قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند محمد سهیل شاهین وايي، د دوی پلاوي د اندونیزیا د مرستیال ولسمشر، بهرنیو چارو وزیر او افغان چارو کې د اندونیزیا د ولسمشر استازي سره خبرې کړې دي.
د دې طالب پلاوي مشرۍ قطر کې د دې ډلې د سیاسي دفتر مشر عباس ستانکزي کوله.
له اندونیزیايي چارواکو سره د طالبانو د لیدنې خبر په داسې مهال دی چې دې ډلې په وروستیو کې سخت بردیونه وکړل.
په ورته مهال د دوی استازو څه کم یوه اونۍ مخکې د ازبکستان له چارواکو سره هم لیدنې درلودې.
د انډونیزیا لیدنه
اندونیزیا کې تېره مۍ میاشت د افغان، پاکستاني او انډونیزیايي عالمانو ناسته کې ځانمرګي بریدونه ناروا وبلل شول.
وسلوال طالبان وایي، چې له اندونیزیايي چارواکو سره یې پر افغان سوله او له افغانستان د بهرنیو ځواکونو پر وتلو غږېدلي دي.
دا ډله وايي، د اګسټ له ۱۲ تر ۱۵ یې له اندونیزیايي چارواکو سره خبرې درلودې.
اندونیزیا له دې مخکې د اسلامي عالمانو د ناستې کوربه وه چې پکې ځانمرګي بریدونه د اسلامي اصولو خلاف وبلل شول.
وسلوال طالبان بیا بیا ځانمرګي بریدونه کوي.
دې ډلې له عالمانو هم غوښتي و چې د انډونیزیا غونډه کې ګډون ونه کړي.
د ازبکستان سفر
د اګسټ په ۱۱ د ازبکستان د بهرنیو چارو وزارت ومنله چې د عباس ستانکزي په مشرۍ یې د طالبانو له یوه پلاوي سره لیدلي دي.
ازبک چارواکي وايي، د بهرنیو چارو وزیر عبدالعزیز کاملوف له دې پلاوي سره پر افغان سوله خبرې درلودې.
خو وسلوال طالبان وايي، له ازبک چارواکو سره یې د افغان سولې بهیر پر خبرو سربېره د بهرنیو ځواکونو پر موجودیت او په افغانستان کې د اورګاډي پټلۍ او برېښنا پروژو د امنیت په اړه خبرې کړې دي.
د بهرنیو ځواکونو د موجودیت او په افغانستان کې د اورګاډي پټلۍ او برېښنا پروژو د امنیت په اړه له ازبکستاني چارواکو سره خبرې کړې دي.
دوه اونۍ وړاندې دې ډلې بي بي سي ته ومنله چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له مرستیالې الیس سره یې لیدلي دي.
د قطر چارواکو او د ملګرو ملتونو استازي پر افغان سوله څه سره وویل؟
قطرۍ ورځپاڼه ګلف ټایمز لیکي چې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي تادامیچي یاماموتو قطر ته تللی او هلته یې د افغان سولې او په دې برخه کې د کیدونکو هڅو په اړه له قطري چارواکو سره کتلي دي.