د پاکستان پوځ د غزني له جګړې د ټپیانو ور وړل رد کړي

د انځور حقوق Getty Images
Image caption باجوه وايي، کله کله افغانستان کې کارګر پاکستانیان هم د جګړې قرباني کېږي.

د پاکستان پوځ د افغان ولسمشر هغه څرګندونې ناسمې وبللې چې په پاکستان کې يې د غزني د جګړې د ټپيانو د درملنې په تړاو کړې وې.

د پاکستان د پوځ اعلاميه د افغان ولسمشر محمد اشرف غني د پرون ورځې (د زمري د ۲۶مې) د خبرو غبرګون کې خپره شوې.

په دې وينا کې افغان ولسمشر د پاکستان د پوځ له لوی درستیز غوښتي وو چې د پاکستان په روغتونونو کې د غزني ولایت د جګړې د ټپیانو د درملنې په تړاو ځواب ووايي.

* په غزني کې څه تېر شول؟

* د غزني ښار "له جګړې وروسته د وینې بوی کوي"

د پاکستان د پوځ لوی درستیز جنرال قمر جاوېد باجوا په افغانستان کې د تاوتریخوالو په زیاتېدو د اندېښنې ښودلو تر څنګ ټینګار کړی چې پاکستان " په افغانستان کې دننه د ترهګریزو فعالیتونو هېڅ ملاتړ نه کوي".

په تېرو څو ورځو کې ځینې ناتایید شوو راپورونو پاکستان ته د هغو کسانو د مړو د لېږد کيسه کوله چې ګویا په غزني کې د طالبانو په پلوۍ جنګېدلي دي.

ښاغلي باجوه د دغو خبرونو په غبرګون کې ویلي چې د پاکستان یو شمېر اتباع په افغانستان کې په کار بوخت دي چې هغوی هم کله کله د خپلو افغان وروڼو تر څنګ د تاوتريخوالو قرباني کېږي.

د هغه په وینا " د دغو کسانو ترهګر بلل د خواشينۍ خبره ده".

Image caption د غزني ښاریان د جګړې ورانې ویجاړې پاکوي.

د پاکستان د پوځ درستیز ادعا کړې چې د پاکستان د طالبانو تحریک بېلابېلې ډلې په افغانستان کې پټې دي او د افغانستان د اتباعو په نامه د درملنې په پلمه پاکستان ته لېږدول کېږي.

په هغوی سربېره افغان کډوال او د هغوی خپلوان هم په همدې ډول پاکستان ته وړل کېږي.

هغه زیاته کړې چې پاکستان له افغان ولسمشر سره د سولې راوستلو په هکله په کړو ژمنو ولاړ دی.

* ارګ: غزني ته نور هوسا سرتېري واستول شول

* غزني کې د بشري وضعیت په اړه اندېښنې

په دې سربېره پاکستان د افغانستان له دولت غوښتي چې د دغه هېواد کورنيو ستونزو ته هم پام وکړي.

د ښاغلي باجوه په وينا د دغو ستونزو حل لاره د افغانستان د سولې د بهیر دوامداره پراختيا او " د سولې او پیوستون لپاره د افغانستان او پاکستان د عمل پلان" پلي کېدل دي.

هغه زیاته کړې چې پاکستان د هرې هغې هڅې ملاتړ کوي چې په افغانستان کې د سولې لامل کېږي.

ځکه د هغه پوینا له سوکال افغانستان پرته په پاکستان او سيمه کې هم دوامدار امنیت او سوله نه راځي.

Image caption د غزني ښار جګړه کې ډېرو پوځي او ولسي شتمنیو او وسایلو ته هم اور واچول شو.

ښاغلي غني پرون غزني ښار ته سفر وکړ.

دغه ښار کابو یوه اونۍ د طالبانو او دولتي ځواکونو تر منځ د خونړیو جګړو شاهد و.

ښاغلي غني د دغه ښار له اوسېدونکو سره په ګډه غونډه کې وویل چې جنرال باجوه باید د دې په اړه چې ولې د غزني په جګړه کې ټپي شوي کسان د پاکستان په روغتونونو کې تداوي کېږي ځواب ووايي.

څو ورځې وړاندې د پاکستان يوه مشهور سياستوال افراسیاب خټک په یوه ټويت کې وليکل چې د پاکستان حکومت باید د هغو راپورونو په اړه توضیح ورکړي چې پاکستان ته له غزني څخه د پاکستاني جنګيالیو د جنازو د لېږد په اړه دي او يا هم په دې جګړه کې د نيول شوو پاکستانيانو په تړاو دي.

طالبانو د جمعې په شپه ( د زمري په ۱۹مه) په غزني ښار له لږ تر لږه دريو خواوو بریدونه وکړل او د دغه ښار يو شمېر برخې يې ونيولې.

د غزني په څو ورځنۍ جګړه کې سلګونه افغان پوځيان او ملکيان ووژل شول او یو شمېر دولتي ادارې هم زيانمنې شوې.

ورته مطالب