سولې شورا: حکومت او طالبان دې د اختر ورځو کې اوربند وکړي

. د انځور حقوق FB/KARIMKHALILI
Image caption طالبان په لوی اختر کې له اوربند سره موافق دي، خو لا یې د مدیریت پر څرنګوالي فکر کوي

د افغانستان د سولې عالي شورا او د افغانستان د علماوو شورا له حکومت او طالبانو غوښتي چې د اختر په ورځو کې اوربند وکړي.

یوې باوري سرچیني بي بي سي ته ویلي چې په قطر کې د طالبانو سیاسي دفتر او د کویټې شورا هم له دغه اوربند سره موافق دي، خو لا یې د مدیریت پر څرنګوالي فکر کوي.

د افغانستان د سولې عالي شورا مشر کريم خليلي وايي دا وړانديز د افغانستان د خلکو په غوښتنه کېږي او د مثبت ځواب تمه کوي.

هغه وايي " تمه لرو چې لږ تر لږه د اختر په ورځو کې په دواړو غاړو کې د افغان ځوانانو د تلف کېدو شاهدان نه یو".

* سولې عالي شورا: د جرگې ځاى او جرگه مار دې طالبان وټاکي

* د سولې عالي شورا: د طالبانو د لیدلوري درناوی کوو

* غني: د غزني جګړه د سولې خبرو کې د ډېر امتیاز غوښتو لپاره وه

د افغانستان د ولسمشر دفتر هم په دې اړه د سلا مشورو ناستې مني او وايي حکومت به خپل دريځ له سلا مشورو وروسته اعلان کړي.

ټاکل شوې وه ولسمشر محمد اشرف غني تېره ورځ ( د زمري ۲۷مه) د سولې د خبرو او اوربند په تړاو د حکومت دريځ بيان کړي، خو ناڅاپي يې وينا لغوه شوه او تر نامالوم وخته وځنډېده.

ښکاري چې دواړه لوري په لنډمهالي اوربند هو دي، خو يوه معتبره سرچينه وايي چې امریکا هڅه کوي طالبان یوه دوه مياشتني اوربند ته وهڅوي، هغه مهال چې ټاکل شوې پارلماني ټاکنې پکې ترسره شي او دغه راز د طالبانو تر واکمنۍ لاندې سيمو ته مرستې ورسول شي.

د اوربند مدیريت

يوه بهرني ډيپلومات بي بي سي ته ویلي چې د طالبانو د قطر دفتر او د کوټې شورا دواړه له اوربند سره هو دي، خو د مديريت پر څرنګوالي يې پایلې ته نه دي رسېدلي.

د راپورونو له مخې دا ډله غواړي دا ځل ښارونو ته لاړه نه شي او نه هم په عامه ځايونو کې راڅرګند شي.

د افغانستان حکومت هم وايي دا ځل به اوربند په جديت مدیريت کړي، خو په عین حال کې امنيتي ځواکونو ته ویل شوي چې د اختر په ورځو کې د تیارسۍ په حال کې وي.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption طالبان د تېر کوچني اختر د اوربند پر مهال ښارونو ته راغلي وو چې ښاریانو ورسره سیلفي عکسونه واخیستل

په ورته وخت کې د طالبانو مشر د اختر په مناسبت خپل پیغام کې له امریکا سره په مخامخ خبرو ټینګار کړی او ویلي يې دي چې امریکايانو د جګړې د پړې له منلو د تېښتې په موخه د رغندو خبرو پر ځای داسې طرحه وړانديز کړې چې نه معقوله ده او نه عملي. خو لا هم د دې طرحې پوره جزیات نه شته.

شاوخوا دوې مياشتې وړاندې د اوربند له هوکړې وروسته طالبان له اوولسو کلونو راهیسې د لومړي ځل لپاره د کابل واټونو ته راووتل.

ورته مطالب