نیکولسن: افغانستان کې د سولې او پخلاینې چانس ډېر شوی
- سمیع الله موسیزی
- بي بي سي، لندن
نیکولسن د ټرمپ ستراتیژي هم بریالۍ بولي او وايي د دې ستراتیژۍ وروسته طالبانو سره خبرو کې پرمختګ شوی دی.
جنرال جان نیکولسن چې د ویډیو کانفرانس له لارې یې له کابل په واشنګټن کې خبریالانو سره خبرې کولې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې د روانو هڅو پایلو ته هیله من ښکاریده.
هغه ویلي اوس تر بل هر وخت په افغانستان کې د سولې او پخلاینې لپاره چانس ډیر شوی دی.
د هغه په خبره، سره له دې چې جګړه سخته شوې ، خو د سولې او پخلاینې په برخه کې داسې پرمختګ ویني چې له دې وړاندې یې ساری نه دی لیدل شوی:
"کله چې د سولې بهیر پیل شي نو دا به په افغانستان کې د اوږدې مودې جګړې په تړاو یوه ښه لاسته راوړنه وي او له طالبانو سره د روغې جوړې په پيلیدو د جګړې میدان هم سړیږي".
د هغه په اند، دا بدلون نه یوازې د افغانانو لپاره چې کلونه جګړې کړولي یو ښه چاپيریال رامنځته کوي:
"بلکې له موږ سره هم مرسته کوي چې له دوی سره په ګډه پر ترهګرو فشار ته دوام ورکړو ترڅو دوی و نه شي کولی امریکا او نور ملګري هېوادونه وګواښي".
له پاکستان اندېښنه
د امریکايي ځواکونو قومندان وايي دې خبرې اندېښمن کړی چې د طالبانو درملنه د پاکستان روغتونونو کې کېږي.
په افغانستان کې د ناټو او امریکايي ځواکونو قوماندان جنرال جان نیکولسن دغه راز د افغانستان او سویلي اسیا لپاره د امریکا د کړنلارې په اړه وویل دا ستراتیژي بریالۍ ده.
د ده په وینا، د دې ستراتیژۍ یو اساسي ټکی پر سیاسي روغه جوړه ټینګار دی او په دې برخه کې شوی پرمختګ او د سولې هڅو ته د طالبانو غبرګون د دې ستراتیژۍ د بریالیتوب په معنی دی.
په پاکستان کې د طالبانو د مرکزونو په تړاو د یوې پوښتنې په ځواب کې ښاغلي نیکولس وویل دې اندیښمن کړی چې د طالبانو د ټپیانو درمنله د پاکستان په روغتونو کې کیږي، خو د افغانستان او پاکستان ترمنځ د همغږۍ پایلو ته هیله من دی.
د افغانانو په مشرۍ خبرې
د طالبانو استازو هم په دې وروستیو کې ازبکستان او اندونیزیا ته سفر درلود. انځور پخوانی دی.
د سولې او پخلاینې په تړاو د دغه امریکايي جنرال دا خبرې په داسې مهال دي چې ویل کېږي تېره میاشت د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیالې په قطر کې له طالبانو سره خبرې کړې.
طالبانو له کلونو راهیسې د افغان حکومت پر ځای له امریکا سره خبرې کول غوښتل او دا وروستۍ لیدنه د دې ډلې په تړاو د واشنګټن دریځ کې بدلون بلل کېږي.
خو ښاغلي نیکولسن ټینکار وکړ چې د افغانستان د سیاسي راتلونکي په اړه هر ډول خبرې باید د افغانانو په مشرۍ او د افغانانو ترمنځ وي:
د امریکا رول به د ده په وینا دا وي چې دا ډول خبرو ته لاره هواره کړي او په دې تړاو سلامشورو کې برخه واخلي.
د مسکو غونډه کې د افغانانو نه ګډون
روسیه وايي، طالبان د مسکو غونډه کې ګډون کوي، خو افغان حکومت وايي د سولې داسې خبرو ته نه ورځي چې مشري یې د افغانانو لاس کې نه وي.
له بلې خوا د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند صبغت الله احمدي بي بي سي ته وویل، چې افغان حکومت د مسکو غونډه کې ګډون نه کوي.
د ښاغلي احمدي په خبره، افغان حکومت د سولې خبرو په داسې غونډه کې ګډون کوي چې مشري یې د افغانانو په لاس کې وي.
د کابل دا غبرګون له هغه وروسته دی چې د روسیې د بهرنیو چارو وزیر وویل، مسکو کې د افغان سولې په تړاو غونډه جوړېږي او د طالبانو استازي هم ورځي.
دا غونډه راتلونکی سپټمبر جوړېږي.
امریکا لا د مخه ویلي چې دغې غونډې ته به کوم استازی ونه لېږي.
د روسیې د بهرنیو چارو وزارت اعلامیه وايي، دوی د امریکا پر دې پرېکړه حیران نه دي.
واشنګټن تر دې وړاندې په ۲۰۱۷ کال کې هم دې ته ورته یوه غونډه کې له ګډونه انکار کړی و.
غني: د غزني جګړه د سولې خبرو کې د ډېر امتیاز غوښتو لپاره وه
افغان ولسمشر محمد اشرف غني خپلو خبرو کې د پاکستان د پوځ پر لوی درستیز غږ وکړ چې ولې طالبان د دغه هېواد روغتونونو کې درملېږي.