''ښايي زلمی خلیلزاد د ځانګړي استازي په توګه وګومارل شي''

v

د عکس سرچینه، AFP

د عکس تشریح،

خلیلزاد د افغانستان په برخه کې له څلورو امریکايي ادارو سره د کار مخینه لري.

نا تایید شوي رپوټونه وایي، تمه کېږي د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو به زلمی خلیلزاد د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی وګوماری.

ښاغلی خلیلزاد یو وخت په افغانستان او بیا عراق کې د امریکا سفیر و او له هغه وروسته ملګرو ملتونو کې د امریکا استازی هم پاتې شوی دی.

د امریکا حکومت او نه هم ښاغلي خلیلزاد د ګومارنې په اړه تر اوسه د دې پخلی نه دی کړی.

د رویټرز خبري اژانس رپوټ کې د دوو امریکايي چارواکو له قوله ویل شوي، داسې تمه کېږي، چې ښايي ښاغلی پومپیو به زلمی خلیل زاد د افغانستان لپاره د خپل هېواد ځانګړی استازی وګوماري.

دوو امریکايي چارواکو رویټرز خبري اژانس ته ویلي، د خلیلزاد ګومارل طالبانو ته یوه بله او تازه اشاره ده چې امریکا د خپل تاریخ اوږدمهالې افغان جګړه پای ته رسول غواړي.

خلیلزاد د امریکا د جمهوریپالو بهرنۍ پالیسۍ کې پخه مخینه لري.

د نوموړي د ګومارلو په اړه ناتائید شوي رپوټونه په داسې مهال رامخې ته کېږي چې امریکايي پوځي قومندانان په افغان جګړه کې بندون(بن بست) مني او تېره میاشت د سولې ممکنه خبرو ته د لارې هوارولو لپاره له طالب چارواکو سره د امریکايي ډيپلوماټې د لیدنې خبرونه هم ور کړل شوي دي.

امریکايي ادارې په رسمي ډول دا خبرې نه دي تایید کړې.

دغو دوو امریکايي چارواکو رویټرز ته دا هم ویلي دوی باوري نه دي چې د خلیلزاد د ګومارلو اعلان به کله وشي.

سپینې ماڼۍ او بهرنیو چارو وزارت هم تراوسه په دې هکله له څه ویلو ډډه کړې او خپله د خلیلزاد دفتر هم څه نه دي ویلي.

د خلیلزاد ځانګړنې

د عکس تشریح،

خلیلزاد ا افغانستان په هکله د استازی په نوک کتاب کښلی چې پښتو ته هم ژباړل شوی دی.

یو لوړپوړی پخوانی امریکايي چارواکی وايي، ۶۷ کلن زلمی خلیلزاد به د دې سخت کار لپاره مناسب وي چې خبرو ته وسلوال وهڅوي.

"نوموړی لا د مخه هم د افغانستان په برخه کې څلورو امریکايي ادارو ته د کار کولو او سلا مشورې تجربه لري".

دغه امریکايي چارواکی زیاتوي، خلیلزاد د افغانستان د اکثریت قوم پورې تړلی یانې په خټه پښتون دی:

"د افغانستان په رسمي ژبو، کلتور او سیاست پوهېږي او له ولسمشر اشرف غني سره نږدې اړیکي لري".

د هغه په خبره، که چېرته رښتیا هم ښاغلی خلیلزاد پر دې دنده وګومارل شي ن و دا په دې مانا ده چې امریکا د سولې بهیر کې جدي ده.

"د خلیلزاد یوه ځانګړنه دا ده چې په ښکاره پر ګاونډي پاکستان نیوکې کوي:

نوموړی زیاتوي، واشنګټن هم اسلام اباد وسلوالو طالبانو ته په خپله خاوره کې پر خوندي پټنځیو او ملاتړ برابرولو تورنوي، خو د سولې هر ډول هڅو کې د پاکستان همکاري مهمه ده.

پاکستان دا ډول تورونه ردوي.

دا رپوټونه په داسې مهال کې رامخې ته کېږي چې وسلوالو طالبانو د چهارشنبې په ورځ وویل، روسیه کې د افغان سولې خبرو ته لوړپوړی استازی استوي، خو څو ګړۍ مخکې افغان حکومت دې خبرو کې له ګډون کولو ډډه وکړه، واشنګټن هم ورته پرېکړه کړې ده.

له افغانستان تر سپینې ماڼۍ

د عکس تشریح،

زلمي خلیلزاد پر ۲۰۱۶ کال بي بي سي ته وویل، چې پاکستان باید افغانستان کې د جګړې تاوان ور کړي.

خلیلزاد چې پلار یې د لغمان دی، د پښتنو له ډلې دی چې د بلخ مرکز مزار شریف کې زېږېدلي دی.

نوموړي د امریکا حکومتونو کې په مختلفو څوکیو کې دنده لرلې ده.

د القاعده د ۲۰۰۱ کال د سپټمبر ۱۱ له بریدونو وروسته پر افغانستان د امریکا یرغل کې نوموړي د دغه هېواد د پخواني ولسمشر جورج ډبیلیو بوش پلان کې همکاري وکړه.

د دې یرغل له امله د طالبانو واکمني وپرځېده چې له ۱۹۹۶ کال راهیسې پر افغانستان واکمن شوي وو.

له هغه وروسته خلیلزاد له ۲۰۰۳ تر ۲۰۰۵ افغانستان کې د امریکا سفیر و او د افغانستان اساسي قانون مسوده کې یې مرسته وکړه.

بیا په عراق کې د امریکا سفیر و او وروسته ملګرو ملتونو کې د امریکا استازی شو.