د کابل بانک یو بنسټګر او ونډه وال شېرخان فرنود مړ شو

د انځور حقوق .
Image caption له کیڼ لوري شېرخان فرنود او بل ونډه وال خلیل الله فیروزي

د افغانستان د دفاع وزارت ویاند غفور احمد جاوید وايي، چې د کابل بانک یو بنسټګر او ونډه وال شیرخان فرنود د زړه حملې له امله مړ شوی دی.

خواله رسنیو کې داسې ویل کېږي چې نوموړی تېره شپه مړ شوی دی.

خو غفور احمد جاوید د بي بي سي خبریال نصرت صمیمي ته وویل، نوموړي نن خپل ژوند له لاسه ور کړی دی:

"سهار اته بجې د زړه حمله پر راغلې وه، خو کله چې بګرام کې روغتون ته لېږدول کېږي، هلته نهه بجې خپل ژوند له لاسه ور کوي".

جاوېد غفور وايي، چې پخوا هم نوموړي ناروغي درلوده.

شېرخان فرنود د کابل بانک قضیه کې تورن او بیا محکمو کې اول په پنځه کاله او بیا لس کاله بند محکوم شو.

نوموړی د ۳۳۴ میلیون ډالرو په ورکړه هم محکوم شوی دی.

کابل بانک په افغانستان کې لومړنی خصوصي بانک دی، چې په ۲۰۰۴ کال کې جوړ شو.

خو دغه بانک ۲۰۱۰ کال کې ډوپه کېدو له وېرې سره مخ شو.

افغان چارواکو ویل له دې بانک تر یو میلیارد ډالر اېستل شوي او بهر کې جایدادونه پرې اخیستل شوي دي.

په دې قضیه کې شېرخان فرنود او خلیل الله فیروزي په ګډون ۲۱ کسانو ته سزا واورول شوه

شېرخان فرنود او خلیل الله فیروزي په پنځه کاله بند او ۷۰۰ میلیون ډالرو ورکړې محکوم شول.

د کابل بانک کړکېچ

د انځور حقوق AFP
  • ۲۰۱۰ کال په اګست کې د کابل بانک د درغلیو له رسوا کېدو او د ژور کړکېچ له راپیدا کېدو وروسته د افغان دولت له لوري وتړل شو.
  • ۲۰۰۴: کابل بانک د پوکر نړیوال لوبغاړي شیرخان فرنود له خوا جوړ شو
  • ۲۰۱۰، سپتمبر: کابل بانک د دېوالي کېدو له وېرې د مرکزي بانک له لوري واخیستل شو
  • ۲۰۱۱، فبروري: د مرکزي بانک پخواني مشر عبدالقدیر فطرت بي بي سي ته وویل، د کابل بانک قضیه کې تورن به وڅارل شي
  • ۲۰۱۱، فبروري: د پیسو نړیوال وجهي صندوق راپور سپارښتنه وکړه، چې بانک دې دیوالي شي
  • ۲۰۱۱، اپریل: ښاغلي فطرت پارلمان کې د بانک په کړکېچ کې د ښکېلو کسانو نومونه په ډاګه کړل
  • ۲۰۱۱، مې: د فساد ضد ادارې له خوا راپور کې د کابل بانک د پورونو کچه ۴۶۷ میلیون ډالر ښودل شوې وه، چې له قانوني وثیقو پرته اخیستل شوي
  • ۲۰۱۱، جون: ښاغلي فطرت امریکا ته په دې پلمه پښې سپکې کړې، چې ګني ژوند یې په خطر کې دی
  • ۲۰۱۲، جون: د افغانستان د سترې محکمې له خا د کابل بانک د قضیې څېړلو لپاره ځانګړې محکمه جوړه شوه
  • ۲۰۱۳، مارچ: فرنود او د کابل بانک مخکنی اجرایوي مشر خلیل الله فیروزي د پیسو په غلا تورن شول او دواړه پنځه کاله بندیان شول