اشرف غني د امنیتي ارګانونو د مشرانو استعفاوې رد کړې دي

د انځور حقوق MOI / MOD
Image caption محمد اشرف غني د ملي دفاع وزیر طارق شاه بهرامي (ښی)، کورنیو چارو وزیر ویس برمک (منځنی) او د ملي امنیت ادارې مشر معصوم ستانکزي غوښتي وو چې استعفا ورکړي.

افغان ولسمشر محمد اشرف غني د ملي دفاع او کورنیو چارو د وزیرانو او د ملي امنیت ريیس استعفاوې په داسې حال کې رد د ملي امنیت سلاکار "محمد حنیف اتمر" استعفا یې منلې او پر ځای یې په امریکا کې د افغانستان سفیر "حمدالله محب" ګومارلی دی

د ولسمشرۍ ماڼۍ ویاند هارون چخانسوري وايي، یادو چارواکو د اګسټ په ۲۶مه ولسمشر اشرف غني ته خپلې استعغاوې وړاندې کړې وې، چې ولسمشر غني نه دي منلي او له هغو یې غوښتي چې خپلو دندو ته دوام ور کړي.

تېره ورځ د اګسټ ۲۵مه په ولسمشرۍ ماڼۍ کې یوې سرچینې بي بي سي ته وویل، ولسمشر محمد اشرف غني د افغانستان کورنیو چارو وزیر ویس برمک، ملي دفاع وزیر طارق شاه بهرامي د ملي امنیت ادارې مشر معصوم ستانکزي او دغه راز د ملي امنیت له سلاکار محمد حنیف اتمر غوښتي چې استعفا ورکړي.

د افغانستان ملي امنیت شورا ویاند قادر شاه بي بي سي ته وویل، د ملي امنیت شورا سلاکار محمد حنیف اتمر له خپلې دندې استعفا کړې.

ښاغلي اتمر په خپل استعفا لیک کې لیکلي، چې دا پرېکړه یې 'د حکومت له مشرتابه سره په وروستیو میاشتو کې د نظر اختلاف له کبله کړې ده. '

نوموړي ویلي، 'د ملي یووالي او ملي اجماع ساتلو او پیاوړتیا، د سولې او امنیت ټینګښت، د ټاکنو او سیاسي مدیریت، حکومتولۍ او سیمه ییزو او نړیوالو اړیکو ټینګولو برخه کې یې د حکومت مشرتابه له سیاستونو او روشونو سره جدي مخالفت درلود او دا چې په حل کولو یې هوکړې ته و نه رسېدل، نو مناسبه یې وبلله چې له خپلې دندې استعفا وکړي.

د افغانستان ولسمشرۍ دفتر یوه ویاند شاه حسین مرتضوي بي بي سي ته وویل، د نظر اختلاف عادي خبره ده او ولسمشر د ملي امنیت سلاکار استعفا منلې او پر ځای یې فعلاً حمدالله محب ټاکلی دی:

''ښاغلي اتمر ولسمشر ته خپله استعفا وړاندې کړې او ولسمشر هم د هغه استعفا منلې. د اوس لپاره واشنګټن کې د افغانستان سفیر حمدالله محب د هغه پرځای ټاکل شوی. استعفا په ټولو هېوادونو کې د معمول خبره ده. یو څوک کولی شي د هغو دلایلو له امله چې لري یې، کار ته دوام ورنه کړي. کوم دلایل چې هغه یې وړاندې کوي د درناوي وړ دي او ولسمشر هم د قانون له مخې دا صلاحیت لري چې یو څوک پر دنده ګوماري یا یې استعفا مني. ''

کرزي د محمد حنیف اتمر او امرالله صالح استعفاګانې ومنلې

حنیف اتمر: افغانستان کې د ترهګرو شمېر درې برابره شوی

د دفاع او کورنیو چارو له وزیرانو او د ملي امنیت ادارې له مشره د ولسمشر له لوري د استعفا غوښتلو په تړاو ښاغلی مرتضوي وویل، په دې تړاو لا پرېکړه نه ده شوې، خو د ویاند په خبره حکومت په امنیتي سکتور کې د اصلاحاتو راوستو په هڅه کې دی او کوم چارواکي چې خپل کارونه په سمه توګه نه شي کولای په خبره یې باید د خلکو پر وړاندې خپله نیمګړتیا ومني.

د انځور حقوق .
Image caption حمدالله محب د حنیف اتمر پر ځای ټاکل شوی دی

محمد حنیف اتمر

ښاغلی اتمر په ۲۰۰۲ کال د کليو د پراختيا وزير شوچې هغه مهال د کابينې تر ټولو ځوان وزير و.

نوموړی په ۲۰۰۶ کال کې د پوهنې وزير او د ۲۰۰۸ کال په اکتوبر کې د کورنيو چارو د وزير په توګه وټاکل شو، چې د ۲۰۱۰ کال جون کې یې د هغه مهال ولسمشر حامد کرزي ته خپله استعفا وړاندې کړه.

ښاغلی اتمر په ۱۹۶۸ کې په لغمان ولايت کې زېږېدلی او لوړې زده کړې يې د برتانيا په يورک پوهنتون کې د عامه کړنلارو، نړېوالو اړيکو او تر جګړې وروسته د بيا رغونې په برخه کې کړې دي.

ښاغلی اتمر د ولسمشر غني حکومت کې له خورا اغېزمنو کسانو یو و.

اړونده مطالب