"افغانستان کې د داعش مشر "ابو سعد ارهابي" وژل شوی"

. د انځور حقوق AFP

د ننګرهار ولایت چارواکي وايي، په افغانستان کې د داعش مشر "ابو سعد ارهابي" د دغه ولايت په خوګياڼيو ولسوالۍ کې په یوه هوايي بريد کې وژل شوی.

د ننګرهار د والي وياند عطاءالله خوږياڼي بي بي سي ته وویل، "ابو سعد ارهابي" تېره شپه د ننګرهار د خوږیاڼو ولسوالۍ په ځنګل کلي کې له لسو ملګرو سره یو ځای د افغان او بهرنیو ځواکونو په ګډ هوايي بريد کې ووژل شو.

د ولايتي چارواکو د مالوماتو له مخې "ابو سعد ارهابي" د پاکستان د اورکزۍ ايجنسۍ اصلي اوسېدونکی و.

دا په افغانستان کې د اسلامي دولت نومې ډلې څلورم مشر دی چې وژل کېږي.

په ۲۰۱۶ میلادي کال کې د ننګرهار په اچين کې د "حافظ سعيد"، د ۲۰۱۷ کال په مۍ کې حسيب الله او درې مياشتې وروسته په کونړ کې د همدې ډلې د بل مشر ابو سيد وژل شوی وو.

اوس مهال داعش ډله تر ډېره د افغانستان په ختیځ ننګرهار او شمالي ولایت جوزجان کې ډېر نفوذ لري، خو وخت ناوخت په کابل او یو شمېر نورو سيمو کې هم بریدونه کوي.

وروستی برید چې یادې ډلې يې پړه ومنله د لوی اختر په ورځو کې پر کابل ښار توغنديز بریدونه او د کابل په لویدیځ کې پر موعود ښونیز مرکز خونړی بريد و.

داعش ډله افغانستان، ایران، پاکستان او د مرکزي آسیا یو شمېر سیمې "خراسان ولایت" بولي او له همدې امله په افغانستان کې د دغې ډلې غړي "د خراسان داعش" بلل کېږي.

د داعش خراسان ډلې د ۲۰۱۵ کال په جنورۍ کې د فعالیت پیل اعلان کړی.

ورته مطالب