ارګ: د مسکو غونډه له روسیې سره په مشوره وځنډول شوه

هارون د انځور حقوق Haroon Chakhansuri/FB
Image caption د ارګ ویاند هارون چخانسوري وایي، دا پرېکړه د روسیې په مشوره شوې

افغان حکومت وایي، کابل او مسکو پرېکړه کړې چې د لا زیات چمتووالي له پاره د افغانستان په اړه د مسکو ناسته چې د سپتمبر پر څلورمه جوړېدونکې وه، وځنډول شي.

د ولسمشر محمد اشرف غني ویاند هارون چخانسوري وایي، دغه پرېکړه له ولسمشر غني سره د روسیې د بهرنیو چارو د وزیر سرګی لاوروف تر ټېلېفوني خبرو وروسته وشوه.

نوموړي بي بي سي ته وویل:

"د افغانستان جمهور رئیس د روسیې د بهرنیو چارو له وزیر سره تیلیفوني خبرې درلودې. په دې خبرو کې تصمیم ونیول شو چې د مسکو ناسته د موثریت او لا ښې امادګۍ په خاطر وځنډول شي. دواړه هېوادونه به د دې ناستې مشترکه مدیریت او کوربه توب لپاره کار کوي. د کانفرانس وخت او څرنګوالی به په ګډه وټاکل شي".

د انځور حقوق Getty Images
Image caption طالبانو د مسکو په غونډه کې د ګډون اعلان کړی و

ښاغلي چخانسوري زیاته کړه چې د افغانستان حکومت تل پر سلا مشورو باور درلود او په دې موده کې به د دې ناستې په اړه هم له مختلفو اقشارو سره سلا مشوره کوي.

مخکې افغان چارواکو د مسکو غونډه کې له ګډون نه په دې پلمه ډډه کړې وه چې مشري یې له افغانانو سره نه ده.

اوس د ارګ په وینا، مسکو منلې چې دا غونډه د دواړو هېوادو په ګډ مشرتابه او تر سلا مشورو وروسته ترسره شي.

افغان طالبانو وار د مخه رسنیو ته ویلي وو چې د روسیې د بهرنیو چارو وزارت دوی ته د مسکو په غونډه کې بلنه ورکړې، او دوی یې بلنه منلې ده.

یادې ډلې دې ناسته کې د ګډون لپاره یو پلاوی هم ټاکلی و، چې مشري یې په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر مشر شېر محمد عباس ستانکزي کوله.

یاده دې وي چې د امریکا حکومت هم د سپتمبر د څلورمې په دې ناسته کې له ګډونه انکار کړی و.

ورته مطالب