ایران: له افغانستان سره د اوبو لانجه هوارول غواړو

د ايران د بهرنيو چارو وزير ويلي هېواد به يې له افغانستان سره د اوبو د ستونزې هوارولو په پار له ټولو ممکنه وسيلو کار واخلي .

محمد جواد ظريف د ايران له يوۀ ټلويزيوني شبکې سره په خبرو کې وويل ، په دې تړاو له افغان لوري سره خبرې اترې روانې دي.

د ايران په ځينو سيمو په تېره سیستان بلوچستان کې د وچکالۍ زیاتېدلو سره له دوو کلونو راهیسې دا ولایت د اوبو له سخت کمښت سره مخ دی.

ایراني چارواکي افغانستان کې پر هلمند سیند د برېښنا بندونو جوړېدل د دې وچکالۍ اصلي لامل بولي.

* ''افغانستان یوازې خپلې ۳۰ سلنه اوبه کاروي''

* د آمو بهاند سیند، څنګ ته یې د اندخوی تږي وګړي

* افغانستان کې د اوبو کمښت؛ د نن اندېښنه که د سبا ناورین؟

د ايران د بهرنيو چارو وزير دا څرگندونې افغانستان سره د اوبو پر سر د را ولاړې شوې ناندرۍ په تړاو د ايراني چارواکو د څرگندونو د لړۍ وروستۍ دي چې ځينې مهال ان توندې هم وې.

خو محمد جواد ظريف چې په دې تړاو يې لحن ډېر نرم و د ايران له درېیمې ټلويزيوني شبکې سره په خبرو کې وويل:

"حکومت د هلمند سيند د حقابې موضوع په ټينگه تعقيبوي او داسې اوونۍ نه وي چې په تړاو يې خبرې ونه شي خو هوکړې ته رسېدل وخت نيسي".

وسیلې کارول

د انځور حقوق Reuters

ښاغلي ظريف د خبريال د دې پوښتنې په ځواب کې چې ايا ايران د هلمند سيند د حقابې په تړاو پر افغانستان فشار نه شي راوستى وويل، ايران دا وړتيا لري خو د حکومت تگلاره يې دا نه ده:

"کولاى شو، بايد خپل ټول امکانات را غونډ کړو. موږ له افغانستان سره په ډېرو برخو کې راکړه ورکړه لرو. سرحدي اړيکې، افغان کډوال، د نشه يې توکو موضوع او سوداگري ".

د نوموړي په خبره، ایران دا اهرمونو يا وسيلې لري:

"خو د سيمې د يوه ستر هېواد په توگه د خپلو گاونډيانو په تړاو د ژمنتيا احساس لرو په تېره بيا د خپلو مسلمانو گاونډيانو پر وړاندې مو تر اوسه داسې نه دي کړي."

* د هلمند کجکي برېښنا بند

* د سلما بند پرانیستې لپاره لسیزې اتنظار

* له ګاونډیانو سره د اوبو پر سر د افغانستان زیاتېدونکی کړکېچ

ښاغلي ظريف د هلمند سيند د حقابې پر سر په ١٩٧٣م کال کې د دواړو هېوادونو تر منځ لاسليک شوي تړون ته اشاره وکړه خو وېې ويل چې د ايران حقابه په منظمه توگه نه ده ترلاسه شوې او دوى د دغې هوکړې د عملي کېدو غوښتونکي دي.

خو افغان حکومت تل ټينگار کړى چې د هلمند سيند تړون ته ژمن دى.

د هیرمند د اوبو په اړه د افغان او ایران ترمنځ د ۱۳۵۱ کال تړون وایي، ایران حق لري چې هر کال له هیرمنده ۸۵۰ ملیونه متر مکعب اوبه ترلاسه کړي.

البته د اوبو دا کچه په هغو شرایطو کې ده چې وچکالي نه وي او اوبه پرېمانه وي. که داسې نه وي نو افغانستان بیا حق لري چې دا ټاکل شوې کچه بدله کړي.

افغان چارواکو په همدې حال کې ويلي، د هېواد د پرمختيا لپاره اړ دي چې د اوبو د مديريت پراخې طرحې پلې کړي.

ګډه کمېټه

Image caption پر هلمند سیند کجکي برېښنا بند چې ان کندهار ته هم برېښنا ور کوي

ښاغلى ظريف وايي د افغانستان او ايران ترمنځ دوه کاله وړاندې د زده کړو، اقتصاد، امنيت، اوبو او له پولې سره د تړلو مسايلو په تړاو د همکارۍ کډه کميټه جوړې شوې او هيله ده چې له افغانستان سره د هلمند او هريرود د سيندونو حقابې موضوع هم هواره شي.

د هريرود د سيند په تړاو له ايران سره کوم تړون لا نه دى شوى چې د ښاغلي ظريف په وينا دوى هڅه کوي له ترکمنستان او افغانستان سره ورته هوکړه ليک وشي، چې په وينا يې وخت به ونيسي.

نوموړي خبریالانو ته وویل:

"پرلپسې یې تعقیبوو، خو لکه چې ومې ویل نړیوالو اړیکو کې تړون ته د رسېدو لپاره د شونتیاوو او وسیلو برابرولو بحث شته ".

هلمند سیند

هلمند سيند د اسيا او افغانستان يو له سترو سيندونو بلل کېږي چې هر کال ميلياردونه مکعب اوبه پکې بهېږي.

دا سیند د کابل لوېدیځ ته په ۴۰ کېلومترۍ کې د بابا غره له لوړو سرچینه اخلي او ۱۱ سوه کیلومتره بهېدلو وروسته د ایران او افغانستان ترمنځ ګډ خلیج هامون ته تویېږي.

ورته مطالب