'افغانستان کې هدفي وژنې ۳۵ سلنه ډېرې شوي'

  • خوشحال تایب
  • بي بي سي
د ویډیو تشریح،

ملګري ملتونه وايي، افغانستان کې هدفي وژنې ډېرې شوې

ملګري ملتونه وايي، په افغانستان کې د تېر کال همدې مودې پرتله د هدفي وژنو شمېر ۳۵ سلنه ډېر شوی دی. په یوه وروستۍ پېښه کې دوه پیلوټان او یو تجربه لرونکی پوځي په کابل کې وژل شوي دي.

د افغانستان کورنیو چارو وزارت مسوولین وايي، په تېرو پنځو میاشتو کې یې تر سلو د ډېرو هدفي وژنو پېښې ثبت کړې دي.

د افغان هوايي ځواک یو پیلوټ محبوب ساپی او همکار یې محمد شاه احمدزی له خپلو کورونو د دندې پر لور روان وو چې سهار وختي د خپل کور مخې ته پرې موټرسایکل سپرو وسله والو ډزې کړې او وژل شوي دي.

۳۰ کلن محبوب دا ورستیو کې امریکا کې خپلې زده کړې پای ته رسولې وې.

که څه هم ملګرو ملتونو کره شمېرې نه دي په ګوته کړې، خو دا چې دغه هدفي وژنې ولې ډېرې شوي او د هدفي وژنو د کره شمېرو ترلاسه کولو لپاره د پولیسو ۱۱۹ شمېرې دفتر ته لاړم، د ولسي پولیسو مشر مل پاسوال محمد انعام هوشمند راته وویل، چې یوازې په تېرو لسو ورځو کې د ۱۱۹ ټیلیفوني شمېرې له لارې نژدې ۹۰۰ شکایتونه ورته رسېدلي دي.

هغه وايي، د دوو پیلوټانو د وژل کېدو خبر هم د همدغې شمېرې له لارې ورکول شوی دی.

بل لور ته د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، د روان لمریز کال په تېرو پنځو میاشتو کې د هدفي وژنو شمېر ۱۰۱ پېښو ته رسیږي، چې په وینا یې د تېر کال همدې مودې پرتله شل سلنه ډېروالی ښيي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي په وینا دوی د دغه راز وژنو د مخنیوي لپاره اړین تدبیرونه کړي دي.

د ترور یا هدفي وژنو ډېرې پېښې پلازمېنه کابل، هرات، ننګرهار او فراه کې ثبت شوې دي.

په زیاتره پېښو کې د امنیتي ځواکونو او د حکومت پر ملکي کارکوونکو بریدونه شوي، چې د ځینو پېښو مسوولیت یې وسله والو طالبانو منلی، خو د ډېری هغو عاملین لا هم نه دي معلوم شوي.

د شمېرو له مخې په وروستیو کې په ننګرهار کې هره ورځ یوه هدفي وژنه کېږي، چې پکې له ښوونکي نېولې بیا تر ملا او حکومتي کارکوونکو د بریدونو هدف کېږي چې پر موټرسایکل سپاره بریدګر پرې ډزې کوي او ډېری پېښو کې تښتي.

د عکس سرچینه، Getty Images

د هغه ولایت امنیتي مسوولینو د موټرسایکلو پر ګرځېدو بندیز لګولی دی. په کابل کې هم له ناقانونه موټرسایکل سپرو سره جدي چلند پیل شوی دی.

په وروستیو کې د هدفي وژنو، ځانمرګو بریدونو او سړي تښتونو او وسله والو غلاوو د خلکو پر روحیې منفي اغز کړی دی چې له هېواده د سوداګرو او پانګوالو د تېښتې لامل هم شوی دی.