کمیسیون: د رڼو ټاکنو لپاره له هرې وسیلې کار اخلو

ټاکنې د انځور حقوق IEC Afghanistan
Image caption د ټاکنو کمیسیون مشر عبدالبدیع صیاد وایي، د روڼتیا لپاره له هرې ممکنې لارې کار اخلي

د افغانستان د وګړ ثبتونې اداره وايي دوی د غوايي یا ثور له میاشتې تر اوسه تر څلور میلیونو ډېرې تذکرې ویشلې دي، چې زیاته برخه یې ټاکنو ته د نوم لیکنې لپاره اخیستل شوې دي.

خو دغه شمېر پيژندپاڼې لا هم په بشپړ ډول د ټاکنو کمیسیون سیستم یا ډېتابېس ته نه دي ور اچول شوې.

همدې وضعیت دا شونتیا پیدا کړې چې ښایي په ټاکنو کې درغلیو ته زمینه برابره شي.

خو د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمیسیون وايي دوی د رای ورکوونکو پر نوملړ خپل کارونه چټک کړي دي او د ټاکنو په ورځ به یو روڼ او بشپړ نوملړ ولري.

په ورته وخت کې د افغانستان د سیمه ییزو ارګانونو ادارې مرستیال روح الله نیازي په وینا دوی د تذکرو وېش په تړاو د وګړو ثبتونې ادارې چارې له نژدې څارلې او د دواړو ادارو د معلوماتو پایلې هم ډېرې سره ورته دي.

د انځور حقوق IEC Afghanistan
Image caption څه باندې نهه میلیونه رایه ورکوونکو د کاغذي پیژندپاڼو پر بنسټ نوم لیکنه کړې ده

راتلونکو ټاکنو ته څه باندې نهه میلیونه رایه ورکوونکو د کاغذي پیژندپاڼو پر بنسټ نوم لیکنه کړې ده.

د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمیسیون وايي د دغې نوم لیکنې له ډلې یوازې د څلور میلیونه کسانو معلومات یې سیستم ته دننه کړي.

که څه هم سیاسي ګوندونو او پر ټاکنو د څار بنسټونو پر احتمالي درغلیو اندیښنه ښودلې، خو د ټاکنو کمیسیون مشر عبدالبدیع صیاد وایي، د روڼتیا لپاره له هرې ممکنې لارې کار اخلي.

بله خوا د ازادو او عادلانه ټاکنو د بنسټ فیفا مشر یوسف رشید وایي، که څه هم د ټاکنو مرکزونه د زور واکو له کورونو او د هغوی د واکمنۍ له سیمې وتلي خو اوس هغوی نور هم یو ګام وړاندې تللي دي او ټاکنیز ټیمونه یې یرغمل کړي دي.

د ټاکنو خپلواک کمیسیون وايي په ولایتونو کې د چارو د روڼتیا، د زور واکانو د مخنیوي او د دغه کمیسیون د خپلواکۍ ساتلو لپاره د کانکور په بڼه زموینه اخلي.

دغه ازموینې د زونونو په کچه اخیستل کیږي او د دندو غوښتونکي به بایومیتریک کیږي.

ورته مطالب