"پاکستان د چین د یوه ولایت د بڼې خپلولو په حال کې"

د انځور حقوق Getty Images
Image caption چین د پاکستان د ګوادر له لارې ځان منځني ځتیځ ته رسوي

د ایشیا ټایمز په یوه مقاله کې ویل شوي که امریکا غواړي افغانستان کې ټیکاو راولي نو پکار ده د چین او پاکستان په اړه خپلې کړنلارې ته له سره کتنه وکړي.

د دې مطلب لیکوال د هند د پوځ یو پخوانی جنرال او په دې نظر دی چې ممکن د امریکا استخباراتي اداره سي ای اې داسې یوه څانګه ولري چې هیله لري پاکستان خپله لاره سمه کړي، خو دی وايي پاکستان د چین د یوه ولایت د بڼې د خپلولو په حال کې دی.

لیکوال وايي که د امریکا د ولسمشر هدف د چین او روسیې ترمنځ لرې والی وي نو پر روسیې او ایران د بندیزونو په لګولو او له چین سره د سوداګریزې جګړې په کولو دا درې واړه د طالبانو په ملاتړ کې سره یو موټی شول او پاکستان هم له طالبانو ملاتړ ته دوام ورکړ.

د لیکوال په خبره، دا چاره په افغانستان کې د ناټو او امریکا پاتې کېدل لاستونزمنوي. لیکوال وايي اوس د دې وخت را رسیدلی چې چین او پاکستان ته په افغانستان کې د ائتلافیانو په توګه نه بلکې د سولې په وړاندې د خنډ په سترګه وګوري.

واشنګټن پوسټ:

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د سین کیانگ غرنیو سیمو کې د چین پوځیان

واشنګټن پوسټ په افغانستان کې د چین پوځې اډې په اړه راپورونو ته اشاره کړې ده.

ورځپاڼه وايي، که څه هم د چین د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې له افغانستان سره یې امنیتي همکاري عادي بڼه لري خو نا تایید شوي راپورونه لا هم ښيي داسې پوځي وسایط چې ګومان کیږي د چین به وي د افغانستان په واخان کې لیدل شوي دي.

ورځپاڼه زیاتوي په دې سره چین هڅه کوي په افغانستان کې تر پخوا ډیر ښکیل شي او له دې ډلې هڅه کوي له طالبانو سره د سولې خبرو کې هم ځان ور ګډ کړي.

البته د یادونې وړ ده چې له دې وړاندې په ځینو رپوټونو کې ویل شوي و چې په پام کې ده د افغانستان په شمال ختیځ کې سلګونه چینايي عسکر په یوه پوځي اډه کې ځای پر ځای شي.

برتانوۍ ورځپاڼې انډیپنډینټ خپله سرمقاله د کارګر ګوند د یوه مخکښ غړي استعفا ته ځانګړې کړې، د هغه دې څرګندونو د ورځپاڼو پام ور اړولی چې ویلي یې دي کارګر ګوند اوس تر ډیره د توکم پالو او سخت دریځو د ګوند په نوم یادیږي.

دا غړی فرانک فیلډ نومیږي.

هغه دا هم ویلي چې کارګر ګوند د هغو هم ملاتړ کوي چې د یهودو خلاف دي.

ورځپاڼه د فیلډ استعفا د ګوند لپاره یوه ضایعه بولي.

ورځپاڼې د فیلډ هغه خبره هم را اخستې چې ادعا یې کړې ده په کارګر ګوند کې ویره او ترهه اچول په یوه فرهنګ بدل شوي دي.

ډان:

پاکستانۍ ورځپاڼې ډان په خپله سرمقاله کې د دغه هېواد د نوي حکومت له خوا د رسنیو د تنظیم د یوې نوې ادارې رامنځته کولو ته ځانګړې کړې او زیاتوي چې ستونزه دادارې په رامنځته کولو کې نه ده بلکې ستونزه داده چې دولت واک په لاس کې اخلي.

ورځپاڼه په پاکستان کې د خواله رسنیو ستونزې ته هم اشاره کوي او زیاتوي چې په نوره نړۍ کې خلک د خواله رسنیو له ستونزو خبر دي خو په پاکستان کې پر خواله رسنیو څار د دولتي عناصرو له خوا ولسواکۍ ضد او ناقانونه لاس وهنې ته لاره هواره کړې ده.

ورځپاڼه سپارښتنه کوي چې د رسنیو څار باید لږ تر لږه روڼ او پر دلایلو ولاړ وي.